د بخښنې نړیوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل) له پاکستانه غوښتنه کړې چې په هغه هېواد کې دې ټولنيزه شبکه اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، "سمدستي بحاله" کړي.
د بشري حقونو هغه سازمان د مارچ پر ۱۶مه پر خپله اېکس او ووبپاڼه په یوه بیان کې ويلي چې په پاکستان کې اېکس شبکه د فبرورۍ له ۱۷مې بنده شوې ده او هغوی له ۲۸ نورو مدني ټولنو او د بشري حقونو له سازمانونو سره يو ځای په هغه هېواد کې د اېکس د بیا بحالۍ لپاره یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړې ده.
🇵🇰 PAKISTAN: It has been 29 days since the Government of Pakistan has blocked access to “X”, formerly known as Twitter, in the country.Amnesty International is one of 28 civil society organizations that have signed a joint statement calling for immediate restoration of the…
— Amnesty International South Asia, Regional Office (@amnestysasia) March 16, 2024
په بیان کې ویل شوي "دا کړنې نه یوازې د بیان د ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي بلکې د ریښتینو سیاسي خبرو اترو د ټکولو یو ستونزمن مثال هم رامینځته کوي."
هغې ډلې له پاکستانيو چارواکو غوښتنه کړې چې د هغه هېواد د بشري حقونو له نړیوالو ژمنو سره سم دې د بیان ازادي او معلوماتو ته د لاسرسي حقونه وساتي.
تر دې وړاندې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) او په پاکستان کې د خبريالانو او بشري حقونو سازمانونو د هغه هېواد په یوشمېر برخو کې ټولنیزې شبکې اېکس ته د خلکو د لاسرسي پر محدودولو اندېښنه څرګنده کړې وه.
د پاکستان عدالتونو هم په هغه هېواد کې اېکس ته د خلکو د لاسرسي پر محدودولو اورېدنې کړې دي.
اسلام اباد های کورټ د مارچ پر ۱۳مه د مخابراتي چارو د ادارې (پاکستان ټېلېکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) استازي احضار کړي ول.
د پي ټي اې استازو عدالت ته وويل چې هغوی ته دې د ځواب لپاره نور وخت ورکړل شي. وروسته عدالت د پي ټې اې غوښتنه ومنله.
تر هغه وړاندې، د مارچ پر پينځمه د پي ټي اې وکيل د يوې اورېدنې پر مهال سيند های کورټ ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت او نورو امنيتي ادارو پر سپارښتنه يې د امنيتي وجوهاتو له کبله د انټرنېټ خدمات ځنډولي ول.
دا هم وګورئ:
اسلام اباد های کورټ د اېکس پاڼې پر تړلو حکومت ته نوټس ورکړی دید خبریالانو د حقونو سازمانونو پاکستان کې پر اېکس شبکې پر محدودیت اندېښنه ښوولې دهد بشري حقونو کمېشن: حکومت دې ژرترژره انټرنېټ او ټېلېفوني شبکه بحاله کړيد نېټ بلاکس په نوم یوې ادارې، چې پر نړيواله سطحه انټرنېټي چارې څاري، د فبرورۍ پر ۲۱مه په یو بیان کې په پاکستان کې د فبرورۍ له ۱۷مې راهیسې پر اېکس د محدودیت تصدیق کړی دی. هغې ادارې د فبرورۍ پر ۱۷مه هم ویلي ول چې په پاکستان کې اېکس ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۱۷مه د راولپېنډۍ کمېشنر لياقت علي چټه د يوې خبري غونډې پر مهال د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د مبينه ټګيو "اعتراف" وکړ او له خپلې څوکۍ یې استعفا ورکړه.
پر هم هغه ورځ په انتخاباتو کې د درغلۍ پر ضد د تحریک انصاف او نورو ګوندونواحتجاجونه هم روان ول.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن سمدستي د چټه تورونه رد کړل او د پلټنو امر يې وکړ. له دې پرته، نګران حکومت او کمېشن په بیا بیا ویلي دي چې د فبرورۍ اتمې انتخاباتي بهیر پوره شفاف او منصفانه وو.
په پاکستان کې ګڼ خلک پر سیاسي او نورو موضوعاتو د بحث او د خبرونو خپرولو لپاره اېکس کاروي. په وروستیو کې هم ډېرې خلک په انتخاباتو کې د مبینه درغلیو پر ضد د غونډو په اړه پر اېکس ژوندي بحثونه او لیکنې، ویډیوګانې او عکسونه خپروي.
په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه ټولټاکنې وشوې. پر هغه ورځ حکومت د هغه هېواد په ګڼو برخو کې د موبایل ټېلېفون او انټرنېټي خدمات ځنډولي ول. هغه وخت د کورنیو چارو وزارت ویلي ول چې دا کار یې د امنیت ټینګښت لپاره کړی وو.