د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریالانو د حقونو سازمانونو پاکستان کې پر اېکس شبکې پر محدودیت اندېښنه ښوولې ده


سازمانونه او فعالان وايي، اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، ته لاسرسی د فبرورۍ له ۱۷مې راهیسې محدود دی - د ارشیف انځور.
سازمانونه او فعالان وايي، اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، ته لاسرسی د فبرورۍ له ۱۷مې راهیسې محدود دی - د ارشیف انځور.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) او په پاکستان کې د خبريالانو او بشري حقونو سازمانونو د هغه هېواد په یوشمېر برخو کې ټولنیزې شبکې اېکس ته د خلکو د لاسرسي پر محدودولو اندېښه څرګنده کړې ده.

سي پي جې د فبرورۍ پر ۲۱مه پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، په بیان کې ویلي دي چې "په پرله پسې پینځمه ورځ هم" هغې شبکې ته د خلکو لاسرسی "محدود دی."

سي پي جې زياته چې پاکستاني چارواکي باید ټولنیزو شبکو ته "بې له ځنډه د خلکو لاسرسی باوري کړي او په خپلواکه توګه د معلوماتو شریکولو او خپرولو اجازه ورکړي."

د نېټ بلاکس په نوم یوې ادارې، چې پر نړيواله سطحه انټرنېټي چارې څاري، د فبرورۍ پر ۲۱مه په یو بیان کې په پاکستان کې د فبرورۍ له ۱۷مې راهیسې پر اېکس د محدودیت تصدیق کړی دی. هغې ادارې د فبرورۍ پر ۱۷مه هم ویلي ول چې په پاکستان کې اېکس ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۱۷مه د راولپېنډۍ کمېشنر لياقت علي چټه د يوې خبري غونډې پر مهال د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د مبينه ټګيو "اعتراف" وکړ او له خپلې څوکۍ یې استعفا ورکړه.

پر هم هغه ورځ په انتخاباتو کې د درغلۍ پر ضد د تحریک انصاف او نورو ګوندونواحتجاجونه هم روان ول.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن سمدستي د چټه تورونه رد کړل او د پلټنو امر يې وکړ. له دې پرته، نګران حکومت او کمېشن په بیا بیا ویلي دي چې د فبرورۍ اتمې انتخاباتي بهیر پوره شفاف او منصفانه وو.

په پاکستان کې د رسنیو د چارو څېړنې او د خبريالانو د روزنې ناحکومتي بنسټ (پاکستان پرېس فاونډېشن) د فبرورۍ پر ۲۱مه په بیان کې د مخابراتي چارو له ادارې (پاکستان ټېلېکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) غوښتنه کړې چې پر اېکس د محدودیت لپاره د "اعتبار وړ سپیناوی" وکړي.

پي ټي اې او حکومت لا د اېکس محدودولو په اړه څه نه دي ویلي خو اسلام اباد تر دې مخکې ټینګار کړی دی چې د بیان ازادۍ ته ژمن دی.

په پاکستان کې ګڼ خلک پر سیاسي او نورو موضوعاتو د بحث او د خبرونو خپرولو لپاره اېکس کاروي. په وروستیو کې هم ډېرې خلک په انتخاباتو کې د مبینه درغلیو پر ضد د غونډو په اړه پر اېکس ژوندي بحثونه او لیکنې، ویډیوګانې او عکسونه خپروي.

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه ټولټاکنې وشوې. پر هغه ورځ حکومت د هغه هېواد په ګڼو برخو کې د موبایل ټېلېفون او انټرنېټي خدمات ځنډولي ول. هغه وخت د کورنیو چارو وزارت ویلي ول چې دا کار یې د امنیت ټینګښت لپاره کړی وو.

XS
SM
MD
LG