د خيبر پښتونخوا د سوات پولیس وايي چې په تحصیل کبل کې یې د یوې جینۍ د ناموسي وژنې په تور د هغې پلار او ورور نیولي دي.
د تحصیل کبل پولیس تاڼې مشر بخت زاده د مارچ پر۲۰مه یوې خبري غونډې ته وویل چې یوه ۱۹ کلنه جینۍ چې د کبل په قلاګي کلي کې د بجلۍ په کرنټ وژل شوې وه، کورنۍ يې د مارچ پر ۱۴مه پولیسو ته ناسمه اطلاع ورکړې وه چې هغه د خیټې د درد له امله مړه شوې ده.
خو پولیس وايي چې تر پلټنو وروسته روښانه شوه چې دا ناموسي وژنه وه چې جينۍ پلار، مور او ورور د "غيرت په نوم " وژلې وه.
په سوات کې د بشري حقونو لپاره د کارکوونکي سازمان د اوېکنېنګ مشر عرفان حسېن بابک د مارچ پر۲۰ مشال راډيو ته وويل چې د غيرت په نوم وژنه کې پوليس مدعي وي او په دغه مقدمه کي د قانون تر مخې نه ضمانت او نه هم روغه جوړه کېدای شي. خو د ده په خبره د دې سربېره زیاتره تورنو کسانو ته سزا نه ورکول کېږي.
دا هم وګورئ:
ناحکومتي سازمان وايي په سوات کې سږ کال ۲۶ ناموسي وژنې شوې ديعورت فاونډېشن وایي په بلوچستان کې ناموسي وژنې زیاتې شوې ديسپریم کورټ د ناموس په نامه وژنو پلټنو لپاره د ښځينه پولیس افسرانو د ګومارنې حکم کړینوموړی زياتوي چې په روان ۲۰۲۴ز کال کې تر دې دمه ۱۱ ښځې په سوات کي وژل شوي دي چې پکې څلور ناموسي وژنې دي. د ده په خبره دغه راز يوې ښځې ځانوژنه کړې او شپږ وژل شوې دي.
له سوات پرته په بلوچستان او د پاکستان په نورو برخو کې هم وخت په وخت ناموسي وژنې کېږي. د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي سازمان عورت فاونډېشن د ۲۰۲۳ز کال په مې کې په یو رپورټ کې وویل چې په بلوچستان کې په تېرو پینځو کلونو کې د پت یا ناموس په نوم د ۱۴۹ ښځو د وژنو پېښې ثبت شوې دي.
په پاکستان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او خوندیتوب لپاره قوانین شته چې پکې پر ښځو د تېزاب اچونې، کورني تاوتریخوالي، ځورونو او د ناموسي وژنو په څېر جرمونو لپاره سختې سزاګانې بیان شوې دي.