د شمالي او جنوبي وزیرستانونو ولس د انټرنېټ د بحالۍ غوښتنه کړې ده

په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د انټرنېټ بحالۍ لپاره وخت په وخت احتجاجونه شوي دي ـ پخوانی انځور.

د شمالي او جنوبي وزیرستانونو اوسېدونکو له حکومته غوښتنه کړې چې په سيمه کې یې انټرنېټ بحال کړي.

د شمالي وزيرستان د رزمک ډویژن اوسېدونکو د مارچ پر ۳۰مه، پريات سيمه کې د احتجاجي مظاهرې پر مهال وویل چې د انټرنېټ د نشتوالي له امله یې ژوند ګران شوی دی.

په احتجاج کې د دوسلي ګړیو او رزمک تحصیلونو ځوانانو هم برخه اخیستې وه. دوی وويل چې په سيمه کې د انټرنېټ له سهولته بې برخې دي او له وجې یې د ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۸ز کال وروسته موبایل نېټورک کار پیل کړی دی خو وروسته وخت په وخت هلته انټرنېټ ځنډول کېږي.

بلخوا په جنوبي وزيرستان کې د برمل تحصيل ځينې اوسېدونکي وایي چې په سيمه کې د انټرنېټ نشتوالي د ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دا هم وګورئ: د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د اېکس شبکې د "سمدستي بحالۍ" غوښتنه کړې ده

د مارچ پر ۳۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې، دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې په سيمه کې د انټرنېټ ستونزه حل کړي او خلکو ته اسانتياوې ورکړي.

خو د شمالي او جنوبي وزيرستان چارواکو مشال راډيو ته وويل چې په هغو سيمو کې د امنيتي حالاتو له وجې د انټرنېټ سهولت ځنډول شوی دی.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې خلکو پر موبایل ټېلېفون او انټرنېټ د لګول شویو محدودیتونو ضد وخت په وخت شکایتونه کړي دي.

د شمالي او جنوبي وزیرستانونو ترڅنګ په باجوړ، خیبر، کورمه او ځینو نورو ضلعو کې هم تر دې وړاندې د انټرنېټ د نه شتون یا ورباندې د بندیز او یا هم د موبایل ټېلېفون د ۳ جي او ۴ جي انټرنېټي خدماتو ځنډولو ضد مظاهرې شوې وې چې تر هغې وروسته حکومت هلته انټرنېټ بحال کړی وو.

په پاکستان کې په لومړي ځل په ۲۰۱۲ز کال کې د هغه وخت حکومت د اختر پر ورځ انټرنېټ بند کړی وو. تر هغې وروسته حکومتونه وخت په وخت په هغه هېواد کې انټرنېټ په ځینو ورځو یا وختونو کې بندوي او یا ورته د خلکو لارسری محدودوي.

حکومت دریځ لري چې دا کار په امنیت کې مرسته کوي خو د بشري حقونو ادارې دا د بیان او شخصۍ ازادیو پر ضد بولي.