د بلوچستان په کچلاغ او د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې په دوو جلا جلا پېښو کې د پوليسانو په ګډون دوه کسان وژل شوي او ۱۴ ژوبل شوي دي.
د کوټې د پوليسو مشر جواد طارق مشال راډيو ته ويلي چې د اپرېل پر اتمه له هغه ښاره ۲۵ کيلوميټره ليرې د کچلاغ (کچلاک) په کتيرو کلي کې د يوې چاودنې له امله يو پوليس سرتېری وژل شوی او ۱۲ نور کسان ژوبل شوي دي. د نوموړي په وينا، په ژوبلو کې شپږ پوليس سرتيري او شپږ عام وګړي دي.
طارق زياته کړه چې چاودنه هغه وخت وشوه کله چې د عامو خلکو ترڅنګ د ګرځنده پوليس ځواک سرتېري د کتيرو کلي په يوه جومات کې د روژه ماتي لپاره غونډ شوي ول.
د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند مشال راډيو ته ويلي يې دي چې پوليسو د چاودنې پلټنې پيل کړې دي. نوموړي زياته کړې ده چې د پېښې له ځايه چاودېدونکي توکي نه دي موندل شوي نو ځکه اټکل کېږي چې چاودنه به د ګازو د ليک کېدو له وجې شوې وي.
دا هم وګورئ:
کورمه او خضدار کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۱ زخمیان ديپه هرنايي کې بمي چاودنې ۱ کس وژلی ۱۴ یې ژوبل کړي ديپېښور کې چاودنې ۲ تنه وژلي ديډېره اسماعیل خان کې بمي چاودنې ۴ تنه ژوبل کړي ديتر دې يوه ورځ وړاندې، د اپرېل پر اوومه هم د بلوچستان د خضدار ضلعې په مرکزي بازار کې تر روژه ماتي وروسته په ورته يوه چاودنه کې يو کس وژل شوی او پينځه ژوبل شوي ول.
باجوړ کې ډزې
بلخوا د اپرېل پر اتمه د باجوړ په ناوګۍ بازار کې په يوه سياسي جلسه کې شويو ډزو کې يو کس وژل شوی او دوه ژوبل شوي دي.
د باجوړ د پوليسو وياند محمد اسرار تر پېښې وروسته رسنيو ته په لېږلي پيغام کې ويلي چې پېښه له باجوړه د قامي اسمبلۍ پر اتمه حلقه (اېن اې ۸) د يوه سياسي ګوند د نوماند په انتخاباتي غونډه کې شوې ده.
نوموړي د پېښې په اړه نور تفصيل نه دی ورکړی خو ويلي يې دي چې پلټنې يې روانې دي او نور معلومات به وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
په باجوړ کې د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) رسنيو ته ويلي چې د پېښې زخميان يې د درملنې لپاره د باجوړ مرکزي روغتون ته منتقل کړي ول، چې ورڅخه يو ۱۸ کلن کس مړ شوی دی.
د قامي اسمبلۍ پر دغه حلقه انتخابات تر هغه وروسته ځنډول شوي ول کله چې وسلوالو د جنورۍ پر ۳۰مه پر همدې حلقه د پاکستان تحريک انصاف ملاتړ لرونکی خپلواک نوماند ريحان زېب په ډزو وواژه.
د هغې د وژنې ذمه واري اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې منلې وه.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي دي چې د اپرېل پر ۲۱مه د باجوړ د اېن اې اتمې څوکۍ په ګډون د قامي او صوبايي اسمبلیو د ۲۳ څوکیو ډکولو لپاره ضمني انتخابات کوي.