له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ استازی وایي د انګور اډې پرلتوالو د غوښتنو په اړه له چارواکو سره په اړیکه کې دی.
زبېر وزیر د اپرېل پر ۲۹مه، مشال راډیو ته وویل چې هڅه کوي د سیمې خلکو د تعلیم او نورې ستونزې حل شي خو بې له پاسپورټ او ویزې پر پوله د خلکو تګ راتګ ممکن نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې په انګور اډه کې ځايي ولس او کاروباريانو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۱۲مه تر هغې وروسته ناسته پیل کړه چې د پاکستان حکومت د هغې میاشتې پر لومړۍ نېټه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو لرل لازمي کړل.
پرلتوال وايي چې پر هغه لاره د سفري اسنادو لازمي کول د پولې د دواړو خواوو سوداګرو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو او ولسونو اقتصاد اغېزمنوي.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.
دا هم وګورئ:
د انګور اډې پرلتوال وايي حکومت یې ۵ مياشتې وروسته هم غوښتنې نه دې منلي د انګور اډې لاره د خلکو د تګ راتګ لپاره بیا پرانیستل شوې دهد چمن پرلتوال وايي د لارې بندېدو له وجې سوال کولو ته اړ شوي ديد پرلت یو مشر محب وزیر د اپرېل پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې پر پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزو د شرطونو او په سیمه کې د تعلیم، انټرنېټ، صحت او بنیادي سهولتونو د نشتوالي پرضد یې هغه احتجاج پيل کړی دی.
هغه وویل "مخکې د سیمې خلکو پر شناختي کارډ تګ راتګ کاوه، دوی (حکومت) هغه بند کړی دی. زموږ خپل بچیان ایسار دي. تګ راتګ نه شي کولای. "
زبېر وزیر وویل د صوبې له اعلا وزیر سره یې د انګور اډې د خلکو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي او هڅه کوي چې په بیړنۍ توګه په سیمه کې ابتدایه ښوونځي جوړ کړي او هلته د بجلۍ رسد لپاره ټرانسفارمرې ولګوي.
د انګور اډې ترڅنګ د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې هم د تېر کال اکتوبر له ۲۱مې راهیسې ګڼو خلکو پرلت وهلی دی او وايي چې حکومت دې ورته د کندهار له سپین بولدک سره د پخوا په څېر په شناختي کارډ، تذکرو یا په کومه بله اجازتنامه (پرمټ) د تګ راتګ اجازه ورکړي.
د بلوچستان سوداګرو د اپرېل پر ۲۸مه د چمن پرلتوالو په ملاتړ د صوبې په بېلا بېلو برخو کې احتجاجونه کړي دي.
دوی ویل چې د چمن پرلتوالو غوښتنې دې ومنل شي او د ډیورنډ پر کرښه دې د ویزې او پاسپورټ شرط ختم شي.
سوداګرو ویل د هغه شرط له وجې په صوبه کې کاروبار اغیزمن شوی دی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان حکومت وايي چې د پاسپورټ او ویزې له شرطه نه په شا کېږي او دا پرېکړه یې د امنیت ټینګښت او قاچاق د مخنیوي لپاره کړې ده.