د بنو پولیس وایي، تښتول شوی ماشوم یې له وسلوالو ازاد کړی دی

امنیتي سرتېري د بنو پر سړک ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د بنو پولیسو د تحقیقاتي څانګې مشر اېس پي عقیق حسین د اپرېل پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې ماشوم یې تر صحي معاینې وروسته کورنۍ ته سپارلی دی.

د خیبر پښتونخوا پولیس وايي چې د ځونیخېلو(جانیخېلو) هغه څلور کلن ماشوم يې له وسلوالو ژغورلی دی چې څو ورځې مخکې یې تښتولی وو.

د بنو پولیسو د تحقیقاتي څانګې مشر اېس پي عقیق حسین د اپرېل پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې ماشوم یې تر صحي معاینې وروسته کورنۍ ته سپارلی دی.

هغه وویل، ماشوم يې هغه وخت پیدا کړ چې کله يې د وسلوالو پرضد د لټون عملیات کول، خو تښتونکي له هغه ځايه تښتيدلي ول.

د اپرېل په ۲۶مه د ځونیخیلو یو ماشوم چې پلار ېې د اېف سي ځواک سرتېری دی، له بنو ښاره موټر سایکل سپرو وسلوالو تښتولی وو.

د ماشوم تر تښتونې یوه ورځ وروسته، د ځونيخېلو ولسي مشرانو جرګې له انتظامیې او امنیتي چارواکو غوښتني ول چې ماشوم ژرترژره له وسلوالو ازاد کړي.

د ځونیخېلو یو مشر ملک موېز خان جرګې ته په وینا کې وویل چې هغه ماشوم د اپرېل پر ۲۶مه تښتول شوی خو پولیسو یې لا هم پته نه ده لګولې.

جرګې ویلي ول که ماشوم ازاد نه شي نو پرضد یې هغوی پراخ احتجاج پیلوي.

دا هم وګورئ:

د ځونیخېلو جرګه: انتظامیه دې ژر تښتول شوی ماشوم له وسلوالو ازاد کړيپولیس وايي وسلوالو د جنوبي وزیرستان د ضلعي عدالت قاضي تښتولی دید لکي مروتو جرګې له حکومته د امنیت ټینګولو غوښتنه کړې ده

د بنو په ځونیخېلو کې له اوږدې مودې راهیسې امنیتي وضع خرابه ده چې د سیمې اوسېدونکو یې پر ضد څو ځلې مظاهرې، احتجاجي ناستې او جرګې کړې دي.

د روان کال د جنورۍ پر ۲۵مه هم د سیمې ځایي مشرانو او فعالانو په یوه غونډه کې له حکومته د امنیت غوښتنه وکړه. هغه مهال انتظامي او امنیتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د امنیت ټینګښت لپاره هدفي عملیات کوي او پر مهال یې یوشمېر مشکوک وسلوال هم وژلي دي.