په خیبر پښتونخوا کې د پولیو ضد واکسیني کیمپاین پيل شوی دی

په پېښور کې ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د پولیو مخنیوي چارو اداره وايي چې د اپرېل له ۲۹مې یې د صوبې په ۲۶ ضلعو کې د ګوزڼ (پولیو) واکسیني کیمپېن پیل کړی دی.

د خیبرپښتونخوا د روغتیا ادارې ویاند عطاالله خان مشال راډیو ته ویلي دي چې کیمپاین په دوو پړاونو کې کوي چې لومړې هغه یې د اپرېل له ۲۹مې، د مې تر درېیمې د پېښور په ګډون د ۱۴ ضلعو په ټولو برخو او د مومندو، نوښار، بونېر، بر چترال، هريپور، ملاکنډ، مانسهرې او صوابۍ په ځینو برخو کې کېږي.

هغه وویل دویمه مرحله د مې له دویمې تر شپږمې د صوبې په پاتې ۱۲ ضلعو کې کوي.

خان زیاته کړه "په مهم کې به شاوخوا ۴۴ لکه او ۲۳ زره ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکې ورکول کېږي. تېرکال په جنوبي ضلعو کې د پولیو څلور کېسونه ثبت شوي دي او سږکال پکې یو هم مخې ته نه دې راغلی."

د روغتیا ادارې په یو بیان کې ویلي دي چې د پېښور او کوهاټ د ځېنو سیمو په اوبو کې د پولیو وایرس دی.

چارواکي وایي د کیمپېن د ۲۱،۰۰۰ روغتیايي کارکوونکو د ډلو د امنیت لپاره ۳۳،۰۰۰ پولیس دنده ترسره کوي.

دا کیمپېن په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د پېښور او کواټ په ګډون د پاکستان د یوشمېر ضلعو په ناولو (ناپاکه) اوبو کې د ګوزڼ وایرس وموندل شو.

دا هم وګورئ:

په افغانستان کې د پولیو ضد کمپاین پیل شوی دی د پاکستان پولیو مخنیوي ادارې په اختر کې د ماشومانو واکسینولو لپاره غرفې پرانیستې ديد پېښور، کواټ او کوټې په ګډون د پاکستان یوشمېر ضلعو کې د ګوزڼ وایرس موندل شوی دی

د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د اپرېل پر شپږمه په یو بیان کې ویلي ول چې په مارچ کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ناپاکه اوبو د نکاسۍ له نظامه نمونې واخیستې چې تر معاینې وروسته یې په ځینو ځایونو کې د ګوزڼ وایرس وموند.

هغه اداره زیاتوي چې وایرس یې د خیبر پښتونخوا د پېښور او کواټ، د بلوچستان د کوټې، سېوۍ، نصیر اباد او مستونګ او د سیند صوبې د کراچۍ د درو ضلعو شرقي، جنوبي او ملیر په ناولو اوبو کې موندلی دی.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

په پاکستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوې دي او دواړه ناروغان د بلوچستان دي.

تر دې مخکې چارواکو د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر په پای کې د خيبر پښتونخوا د پېښور، د بلوچستان د چمن او د سيند د کراچۍ د کیماړۍ او حیدراباد په ناولیو یا ناپاکه اوبو کې د ګوزڼ د وایرس نمونو موندلو خبر ورکړی وو.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.