د نادر شاه کوټ اوسېدونکي د اوبو اساسي بند غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خوست د نادر شاه کوټ ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکي وايي چې هلته دې پر خوړ اساسي بند جوړ شي. دوی وايي چې تر بارانونو وروسته په خوړ کې سېلاب نه یوازې کورونه او کرنیزې ځمکې خرابوي بلکې اوبه یې هم ضایع کېږي. د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، دا مسله له اړوندو ادارو او نړیوالو موسسو سره شریکوي. ویډيويي رپورټ.