د چمن او کوټې ترمينځ د لويې لارې تړل کېدو تازه حال

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان په چمن ښار کې د پاسپورټ او ويزې شرط عملي کېدو خلاف پرلتوالو له هغه وروسته د چمن او کوټې ترمينځ لويه لاره تړلې ده، چې د هغوی په وينا د مې پر څلورمه د پاکستان د سرحدي ځواکونو په دزو دوه پرلتوال ووژل شول او تر ۱۰ زيات ژوبل شول. بلخوا اېف سي ځواک دا ادعا کړې ده. د پرلتوالو او حکومتي چارواکو تر مينځ په وار وار خبرې شوې دي خو تر اوسه نتیجې ته نه دي رسېدلي. د مشال راډیو خبریال صمد شبنم کوږک سیمې ته ورغلی او هلته د ګاډو له چلوونکو او احتجاج کوونکو سره خبرې کړې دي.