د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت په چمن کې د بازار د پرانیستلو دعوه کړې خو پرلتوال وايي احتجاج یې روان دی


د چمن پرلتوالو په ملاتړ د بېلابېلو ګوندونو د غړيو مظاهره
د چمن پرلتوالو په ملاتړ د بېلابېلو ګوندونو د غړيو مظاهره

د بلوچستان چارواکي په چمن کې د حالاتو د عادي‌ کېدو او مارکيټونو د خلاصېدو دعوه کوي خو پرلتوال وايي احتجاج یې دوام لري او د غوښتنو تر پوره کېدو به جاري وي.

د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند د جون پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې په چمن کې حالات بهتره شوې او دکانونو پرانیستي دي. خو حکومت په دغه سیمه کې انټرنيټ او موبایل نيټورک بند کړی دی نو ځکه د رند د دغه خبرې تصدیق نه شي کېدلی.

بل پلو په چمن کې احتجاجي پرلت لا هم روان دی. پرلتوال غوښتنه کوي چې نه يوازې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره دې د پاسپورټ او وېزې شرط ختم شي بلکې حکومت دې د پرلت د کمېټې ګرفتاره ۷ غړي دې هم خوشې شي. د پرلتوالو په خبره، په نيول شويو کې د پرلت کمېټې مشر حاجي غوث الله او د پرلت وياند صادق اڅکزی هم شامل دي.

دوی زياتوي چې د چمن مرستيال کمېشنر راجا اطهر عباس د جون پر څلورمه ماخوستن مهال د پرلت مشران د خبرو لپاره خپل دفتر ته ورغوښتي ول چې وروسته یې ونیول او نامعلوم ځای ته يې يووړل. بلخوا عباس ادعا کړې ده چې د خبرو پر مهال د پرلت ځینو غړيو پر هغه بريد وکړ خو د نوموړي په خبره، هغه ته څه ډول زيان نه دی اوښتی. البته هغه د دې دعوې د تصديق لپاره کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

په چمن کې احتجاجي پرلت له تېرو څه د پاسه اتو مياشتو راهيسې روان دی. د پرلتوالو او حکومت ترمینځ وخت په وخت مذاکرات هم شوي دي خو نتيجه يې نه ده ورکړې. پرلتوالو کوټې ته تللې لاره هم تړلې وه چې وروسته پرې سرحدي ځواکونو عمليات وکړ او لار یې پرانیستله.

مظاهرین ادعا کوي چې وخت په وخت امنيتي ځواکونو پر دوی ډزې کړې او د ګڼو کسانو پر زخمي کولو سربیره یې درې پرلتوال وژلي هم دي. پرلتوالو د دغو کسانو مړي د چمن ډيپټي کمېشنر د دفتر مخې تهد احتجاج په وخت ايښي وو. خو ځايي چارواکي وايي چې مظاهرينو پر امنيتي ځواکونو کاڼي ورولي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ، عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، ملي جمهوري غورځنګ، تحريک انصاف او ځينو نورو ګوندونود چمن پرلتوالو د غوښتنو ملاتړ کړی او له حکومته یې د پوره کېدو مطالبه کړې ده. خو د پاکستان حکومت تر اوسه دا نه دي منلي او وايي چې د پاسپورټ او وېزې شرط نه ختموي.

XS
SM
MD
LG