ځانګړی راپور: وسله وال د خيبرپښتونخوا له تجارانو او سیاستوالو کروړونه روپۍ باج اخلي

پاکستاني وسله وال د جنوبي وزیرستان په شوال کې - انځور له ارشیفه

د خیبرپښتونخوا کاروباریان وايي وسله وال ترې هره مياشت کروړونه روپۍ باج یا بتې اخلي.

د پېښور اعوان مشهوره سیاسي او کاروباري کورنۍ وروستئ هغه ده چې د وسله والو د باج هدف ګرځېدلې ده. وسله والو له سوداګر عمران جهانګیر اعوان د لسو کروړو روپۍ غوښتنه کړې ده. "ماته یې په وټس اپ میسيج کړی وو او زنګ یې وهلی وو. لس کروړه روپۍ غواړي. دوی وايي چنده راکړئ. په میسيج کې یې دا راته ويلي چې دوی د ټي ټي پي کسان دي. دهمکیانې راکوي. ډيره موده وشوه چې دا میسيجونه راځي. موږ په فقیراباد تاڼه کې پولیس رپورټ درج کړی دی."

اعوان د خیبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د غړي او په وفاق کې د واکمن مسلم ليګ (ن) يو مخکښ چوهدري طارق اعوان ورور دی. طارق اعوان وايي چې د پاکستان حکمران ګوند مشرانو غړيو ته د باج ټيليفونونه کېدل ښيي چې دا مسله څومره جدي ده.‌ "وسله والو زما کورنۍ ته فون کړی دی. دوی موږ ته ګواښونه کوي چې که پیسې مو رانکړې نو ډېرې خرابې نتيجې به ووينئ."

سوداګرو او کاروباریانو ته ګواښونه

مشال راډيو ته د خيبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیسو لخوا رسېدلي معلومات ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د ترهګرو سره د مالي مرستې او باج اخیستو ۲۷۹ مقدمې درج کړې وي. د ۲۰۲۴ کال شمېرې لا نه دي بشپړې شوې. خو د سوداګرو د حقونو لپاره کار کوونکي وايي اصلي شمېرې تر دې ځکه ډېرې دي چې اکثره خلک یې د وسله والو له وېرې نه رپورټ کوي.

د وسله والو لخوا د باج لپاره ټيليفون کېدل بيخي عامه خبره ده. هر کاروباري کس ته یې کوي.
علي اختر

له مشال راډيو سره په خبرو کې د خیبرپښتونخوا د سوداګرو اتحادیې مشر مجیب الرحمن وويل په پېښور کې ښايي داسې کاروباري نه وي پاتې چې وسله والو ورته د پیسو لپاره ټيلیفون نه وي کړی. د هغه په وينا د ناامنيوو او باجونو له وجې په خیبر پښتونخوا کې په زرګونو کارخانې یا تړل شوي او يا هم پنجاب ته تللې دي.

نوموړی زیاتوي: "دا ډيره د تشویش خبره ده. ډيری خلک د باج په اړه ځکه ځه نه وايي چې دوی ځان محفوظ نه ګڼي. بدقسمتي دا ده چې ادارې ډيرې دي خو که څوک په دې اړه خبرې وکړي نو تحقیقات نه کيږي اوپولیس یې خوندي‌نه ساتي. له همدې وجې هر سړی کوښښ کوي چې په جوړجاړي او د پیسو په ورکړې سره له دې مسلې ځان خلاص کړي. هر کاروباري ته – که په وړه کچه دی او که لویه، تيليفونونه کيږي. څوک چې پیسې نه ورکوي، هغوی وژل کيږي. دلته په پېښور کې په ډک بازار کې کبل خان حاجي او ځيني‌نور ووژل شو."

د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیس د معلوماتو له مخې ټولې وسله والې ډلې د خپلو ترهګریزو فعالیتونو د پر مخ بیولو لپاره پر نورو چارو سربیره،‌ د باج له لارې پیسې پيدا کوي چې په سر کې یې تحريک طالبان پاکستان ده. ورپسې نورې لويې او ډېرې پیسې پيدا کوونکې د حافظ ګل بهادر او لشکر اسلام ډلې دي. پر دې سربیره ځيني وسله وال قوماناندان په انفرادي ډول هم له خلکو پیسې غواړي.

وسله والې ډلې په قبايلي ضلعو کې ډيرې فعالې دي چې له وجې یې هلته د باج لپاره ټيليفونونه عام دي. په خیبر کې د سکرو او کرومايټو د کانونو د اتحادیې د مرکزي کمېټې غړي علي اختر مشال راډيو ته وويل: "دلته د ماربلو هر کارخانه دار ته ټيليفونونه کيږي. له چا څلویښت لاکه او له چا دیرش لاکه روپۍ غواړي. يو خوا بتې دي او بلخوا د بجلۍ او نور مشکلات. کاروبار یې ډير راخراب کړی. په زرګونو ځوانان بې روزګاره شول. موږ د ترهګرۍ ضد پولیسو سره راپورونه درج کړي دي. خو د بتو د غوښتنې سلسله نه ده ودرېدلې."

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ځانګړی راپور: له کاروباریانو څنګه باج اخیستل کېږي؟

د ‌اختر په خبره دوی ته نه معلوميږي چې باج غوښتونکي تحريک طالبان پاکستان او که نورې ډلې دي. ټي ټي‌پي له خلکو د قلنګونو اخیستل نه مني او په خپلو خبرپاڼو کې یې ادعا کړې چې والیان او قوماندانان یې يوازې هغه چندې اخیستلی شي چې خلک یې په خپله خوښه ورکوي. دې ډلې په خپلو تشکيلاتو کې د مالي چارو کمیسيون هم اعلان کړی چې د پیسو د پيدا کولو او لګولو کار پر مخ بیايي. پر دې سربیره یې خلکو ته د باج اخیستونکو په اړه شکايت کولو لپاره، د ټيليفون شمېرې هم خپرې کړې دی. خو کله چې مشال راډيو دې شميرو ته زنګ وواهه،‌ کار یې نه کاوه.

له سیاستوالو د باج غوښتنې

پر کاروباریانو سربیره، وسله وال له سیاستوالو هم پیسې اخلي. وسله وال سیاستوالو ته د وټس اپ له لارې پېغامونه استوي چې که پیسې ورنکړي نو هغوی به د کمياينونو او سیاسي هلو ځلو لپاره له يو ځایه بل ځایه ته سفر نه شي کولی. د ۲۰۲۴ کال د فرورۍ په مياشت کې د عامو انتخاباتو په وخت، د صوبايي اسمبلۍ لپاره د عوامي نېشنل ګوند کاندید، نثار مومند ته د باج ورکولو ګڼ میسيجونه شوي وو.

ماته یې په وټس اپ میسيجونه کول. پیسې یې غوښتلې.
نثار مومند

هغه په دې اړه مشال راډيو ته وويل: "ماته یې په وټس اپ میسيجونه کول. د ټي ټي پي مشرانو ما ته ټيليفونونه کول. ما یې فون نه اوچتاوه. بیا به یې میسیجونه کول او پیسې يې غوښتلې. خو ما باج نه دی ورکړی او ويل مې چې څه کيږي، هغه به کيږي خو زما ضمير دا نه مني چې دا پیسې دې ورکړم."

وسله وال پر باج سربیره د خلکو د تښتولو له لارې هم په کروړونو روپۍ ترلاسه کوي. د دغسې پېښو يو وروستی مثال د ۲۰۲۴ کال په اپريل کې په ډېره اسماعيل خان کې د يو جج، شاکرالله مروت تښتول وو. که څه هم تحريک طالبان پاکستان د هغه تښتول نه وو منلي خو مشال راډيو ته رسېدلي معلومات ښيي چې د دغې ډلې يو قوماندان، یاد جج تښتولی وو چې وروسته یې د ۷ کروړو روپيوو په بدل کې خوشې کړ.

د وسله والو د باج مسله په ۲۰۲۲ کال کې هغه وخت ډيره خبرسازه شوه چې کله تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي‌ پي) په يو ليک کې د هغه مهال د خیبرپښتونخوا مشر وزیر او د تحريک انصاف مخکښ، عاطف خان څخه د پیسو غوښتنه وکړه. له هغه اتيا لاکه روپۍ غوښتل شوې وې او په ليک کې ليکل شوي وو چې په دریوو ورځو کې باید پیسې ورکړي. "هو، دا ليک راغلی دی. د باج پیسې یې غوښتي دي لکه له نورو یې چې غواړي. ما دا ليک اړوندو امنيتي ادارو ته ورکړی او هغوی مې پرې خبر کړې دي. هغوی یې بايد پلټنې وکړي." خو ټي ټي‌پي وروسته په يو بیان کې وويل چې دغه ليک یې نه دی لېږلی.

هغه مهال د تحريک انصاف حکومت د امن راوستلو لپار له تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې سره مذاکرات کول. له دې وجې د دې ګوند مخالفو سیاستوالو تور پورې کړی چې د وسله والو په قوي کولو کې د تحريک انصاف حکومت لوی لاس لري.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ځانګړی راپور واورئ: وسله وال له سیاستوالو باج څنګه اخلي؟

د پيپلز پارټۍ مخکښ فیصل کريم کنډي چې کله د مې په میاشت کې د خیبرپښتونخوا د ګورنر په توګه ونومول شو نو هغه ادعا وکړه چې د تحريک انصاف مخکښ او د صوبې وزيراعلی، علي امين ګنډاپور په باقاعدګۍ سره وسله والو ته باج ورکوي. کنډي زیاتوي چې کله وزیراعلی پخپله وسله والو ته باج ورکوي نو د دې مسلې مخنیوی به څه وکړي.

هغه وايي: "د خیبر پښتونخوا امنيتي حالات دې حد ته رسېدلي چې وزيراعلی پخپله وسله والو ته پیسې ورکوي. وزیراعلی چې پخپله پیسې ورکوي نو نرو خلک به څه کوي؟ خلکو ته به څه امنیت برابر شي. چې وزیراعلی وسله والو ته پیسې ورکوي نو په صوبه کې به څه کارخانې وچليږي او اقتصاد به بهتره شي؟ چې وسله وال له هر پانګوال پیسې اخلي نو دلته به څه تجارت وشي؟"

د وزيراعلی ګنډاپور وياند بیرسټر محمد علي سېف مشال راډيو ته په ليږلي پېغام کې د ګورنر کنډي تورونه رد کړي دي.

پر امنيتي ادارو او حکومت تورونه او نيوکې

د پاکستان د ترهرګرۍ ضد چارو ادارې (نېکټا) پر خپل ویب سایټ‌د ټي ټي پي په شمول ۸۰ ډلې غيرقانوني او ترهګرې اعلان کړي دي چې لږ تر لږه نيمايي پکې فعالې دي. په دغو وسله والو کې تر ټوله لويه تحريک طالبان پاکستان یاديږي. د ۲۰۲۲ کال په دیسمبر کې د هغه وخت د پاکستان د کورنيوو چارو وزیر رانا ثناالله په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې د ټي ټي پي د جنګياليوو شمير له لسو زرو ډير دی چې باقاعده تنخاوې او وسلې ورته ورکول کيږي.

دا هم وګورئ: ځانګړی راپور: د بلوچستان د سکرو کانونو مالکان وايي اېف سي ځواک ورڅخه پیسې اخلي

د جمعيت علمای اسلام (ف)‌ مشر مولانا فضل الرحمن د باج ورکولو لپاره تجاران او سیاستوال ګرم نه بولي بلکې د دې پړه د پاکستان پر پوځ اچوي. نوموړی دا تور هم پورې کوي چې وسله وال د حکومت له پرمختيايي پروژو څخه لس فېصده ټېکس اخلي. هغه زیاتوي: "په هر سرکاري ټينډر (ټيکه) کې وسله والو تنظيمونو ته د حکومت په رضا ۱۰ فیصده ورکول کيږي. تاسو چې له سرکاري فنډه وسله والو ته دا پيسې ورکوئ نو ایا دا د ترهګرو ملاتړ نه دی؟ خو بیا چې دغه د اوږدو ويښتانو والا وسله وال په قبايلي سيمو کې کورونو ته ورځي او په زور له خلکو يوه پياله چای څښي نو تاسو هغه د کور والا سړی راونیسئ. هغه جرم دی او دا جرم نه دی چې ته له سرکاري فنډه پیسې ورته ورکوي؟"

د خیبرپښتونخوا يو حکومتي چارواکي د نوم نه نشرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې په ځينو ليرې پرتو سیمو کې ټيکداران د پروژو د بشپړولو لپاره يو څه پیسې ورکوي چې ښايي ځيني خلک یې ټيکس وبولي. د دغه چارواکي په خبره، په دې کار کې د حکومت رضا نه ده شامله. خو په ځينو وختونو کې د باج په پېښو کې د پولیسو لاس هم څرګند شوی دی. د ۲۰۲۲ کال په سيپتمبر کې خلکو درې پولیس د خیبر په باړه کې د کليو شورا يا ويليج کونسل چيرمين عارف افريدي پر کور د لاسي بم د غورځولو په وخت ونیول. افريدي مشال راډيو ته ويلي چې تر دې مخکې ورته د ټيليفون د لارې د باج ورکولو میسيجونه شوي وو. وروسته د خیبر پولیسو په يوه خبرپاڼه کې وويل چې میسيجونه دغو پولیسو کړي وو چې اوس ګرفتار شوي دي.‌

د باړې يو قومي مشر هاشم افریدی وايي هر کله چې ترې پیسې وغوښتل شي نو امنيتي ځواکونو ته یې خبر ورکوي خو مخه یې نه نيول کيږي. هغه ادعا کوي چې امنيتي ځواکونه د وسله والو سره په مستقيم يا غیرمستقیم ډول په دې کار کې لاس لري. "پخوا به د افغانستان له ټيليفون نمبرو فونونه کېدل. اوس له ځايي نمبرو کېږي. دا په دې مانا ده چې وسله وال همدلته موجود دي. د امنيتي ادارو خلک ورسره ملګري دي. که دا ملګرتيا نه وي نو هېڅوک له چا پیسې نه شي اخیستلی."

وسله وال له خلکو د پیسو ترلاسه کولو لپاره د خبرداري ویرونکې طریقې کاروي. له مشال راډيو سره په خبرو کې ځينو هدف ګرځېدلو خلکو د نومونو نه خپرولو په شرط‌ ويلي چې وسله وال د خپلو ګواښونو د جدي ثابتولو لپاره، د هغه چا د کور په مخکې کارتوس، لاسي بم يا کفن ږدي چې پیسې یې ترې غوښتلې وي. همداراز وسله وال هدف ګرځيدلي کس ته د هغه د کورنۍ د غړيو، د هغه د ورځني کار او نورو چارو په اړه داسې معلومات ورکوي چې وښيي چې پر هغه یې پوره نظر دی.

د حکومت دريځ

چارواکي وايي چې پر دې هر څه خبر دي ‌او د باج اخیستو مسلې ختمولو لپاره ټينګ ګامونه اوچتوي. د ګلګت بلتستان، کشمير او قبايلي چارو وفاقي‌وزیر او د وزیراعظم شهباز شریف سلاکار اميرمقام مشال راډيو ته وويل چې د باج اخیستلو مسله د عمومي امنيت سره تړلې ده چې وفاق یې د خیبرپښتونخوا صوبې سره، په شريکه حلول غواړي. امیرمقام زیاته کړه: "په دې کې شک نشته چې د خيبرپښتونخوا امنيتي حالات ښه نه دي. په دې کې قبايلي ضلعې شاملې دي. که بتې دي او که نورې مسلې دي، امنيتي ځواکونه یې په حل لګيا دي. د امنيت لپاره ضروري ده چې صوبه او وفاق په شريکه کار وکړي. د دې لپاره به خبرې کوو او ګامونه اخلو."

امیرمقام د يوې خبري غونډې په مهال - انځور له ارشیفه

خو څيړونکو او فعالانو ته نه ښکاري چې حکومت دې د باج اخیستنې په ختمولو کې جدي وي. د بشري حقونو فعال، خان ولي افریدی وايي د باج اخیستنې مسله ځکه نه حليږي چې دا د ټولو ښکېلو غاړو لپارهد ګټې يو لوی کاروبار ګرځېدلی دی. د هغه په وينا د کروړونو روپيوو په دې کاروبار کې پولیس، پوځ، استخباراتي ادارې او وسله وال د يوې شبکې په توګه سره شامل دي. ولي زیاتوي چې څوک پر دې مسله خبرې کوي، هغه ته له وسله والو او پولیسو دواړو لخوا خطر پېښيږي.

نوموړی زیاتوي: "بتې بيخي په يو کاروبار بدلې شوې دي. هر چا ته فونونه کيږي. څوک چې پرې خبرې کوي، هغه ته هم ستونزې جوړيږي. زه په دې اړه خبرې کوم نو وسله وال راته له ګواښونو ډک ټيليفونونه کوي. ما ته وايي چې کور ته به درته بم کېږدو. پولیسو هم پر ما ۱۲ اېف ای ار درج کړی. تور یې دا لګولی چې وايي ته ولې د امنيتي ادارو په کردار پوښتنې راپورته کوي."

د پاکستان پوځ دريځ لري چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې ډېره قرباني ورکړې ده او د هېڅ وسله والې ډلې سره دوستي نه پالي. حکومت وايي چې د وسله والو او په تېره بیا د تحريک طالبان پاکستان مرکزونه په افغانستان کې دي چې له وجې یې د هغوی ځپل مشکليږي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت او تحريک طالبان پاکستان د دې ادعا د ردولو تر څنګ وايي چې وسله وال په قبايلي ضلعو کې مېشت دي او له همغه ځايه خپل فعاليتونه سمبالوي.