د پاکستان بشري حقونو کمېشن په سيند صوبه کې د بشري حقونو، امنيت، قانون اونظم خرابېدو په اړه کلنۍ رپورټ وړاندې کړی دی.
د جون بر ۱۴مه په کراچۍ پریس کلب کې د غونډې په مهال کمېشن هغه رپورټ له رسنیو سره شریک کړ چې پکې راغلي دي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په صوبه کې د لږکيو نجونو د تښتونې، په زور مذهب بدلواو ودونو پېښې زياتي شوي دي.
په رپورټ کې راغلي دي چې تېر کال په هغې صوبه کې د خبریالانو، افغان کډوالو، سیاسي فعالانو او ماشومانو له حقونو سرغړونې هم شوي دي.
دا هم وګورئ:
د فریډم نیټورک رپورټ وايي، په تېرو پنځو کالو کې په سیند کې ۱۰ خبریالان وژل شويد سیند حکومت د دیني مدرسو په اړه د پلټنو پرېکړه کړې دهمذهبي اقلیتونو سره د تړاو لرونکیو نجونو تښتول
په رپورټ کې راغلي دي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په سیند صوبه کې د مذهبي اقلیتونو سره د تړاو لرونکیو نجونو د تښتولو او د هغوی مذهب بدلولو ۴۸ پېښې ثبت شوي دي.
هندوانو کورنیو تښتونې
په تازه خپور شوي راپور کې ویل شوي چې تېر کال په سیند صوبه کې ۲۸ هندوې نجونې د کچې ډاکوانو تښتولې وې، چې ځینې یې د پولیسو د عملیاتو او ځینې بیا د پیسو په مقابل کې خوشې شوي دي.
د سیند بشري حقونو کمېشن مشر حضر حیات د جون پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د هندوو نجونو ترڅنګ د هغوی ځینې مشران هم د تاوان لپاره تښتول شوي ول. د هغه په خبره د دې حالاتو له وجې د هندوانو کورنۍ له شکارپور، سکر او نورو ځایونو څخه کډه شوي دي.
د خبریالانو نیول او ځورول
په راپور کې همدا راز راغلي چې تېر کال په سیند کې د خبریالانو د نیولو او ځورولو ۱۷۵پېښې شوي دي. د کراچۍ په اردو پوهنتون کې د ژورنالیزم څانګې پخوانی استاد او د بشري حقونو فعال ډاکټر توصيف احمد خان وویل، په سیند کې خبریالانو پر ضد د مقدمو جوړولو لړۍ دوام لري او خبریالانو ته ګواښونه کېږي.
دا هم وګورئ:
ماهرنګ بلوڅه وايي ریاست یې پر سوله ییزه مبارزه هم ځوروي سیند های کورټ د پي ټي اېم کراچۍ مشر په ګډون د ۱۱ غړيو د خوشې کولو امر کړید ماشومانو او کاروباریانو تښتونې
د رپورټ تر مخه، په ۲۰۲۳ کال کې د غلو لخوا د ماشومانو، پښتنو کاروباریانو، ټرانسپورټرانو او نورو د تښتونو نږدې ۲۰۰ پېښې راپور شوي دي. په رپورټ کې راغلي دي چې د کومو خلکو خپلوانو چې پیسې ورکړي او خپلوان یې د غلو نه راخلاص کړي دي، د هغوی شمېر د دې نه هم زیات دی، خو د سیند پولیس غلو ته د پیسو ورکولو خبره نه تاییدوي.
په کراچۍ کې د جرمونو زیاتوالی
د کمېسیون راپور تر مخه، په ۲۰۲۳ز کال کې یواځې په کراچۍ کې د جرمونو ۹۱،۰۰۰ پېښې راپور شوي دي او ۱۳۴ کسان چې زیات یې ځوانان ول، د غلاګانو په وخت په ډزو وژل شوي دي. دا شمېر د ۲۰۲۲ز کال په مقابله کې ۱۰ فیصده زیات دی.
د کډوالو له حقونو سرغړونې
اېچ ار سي پي په خپل رپورټ کې ویلي، په سیند صوبه کې د افغان کډوالو له بشري حقونو سرغړونې هم زیاتې شوې دي. د غېرقانوني بهرنیانو د ایستلو لپاره د وفاقي حکومت د پرېکړې وروسته په سیند صوبه کې هغه افغان کډوال هم ونیول شول او په زور وویستل شول چې قانوني اسناد یې لرل.
د تحریک انصاف غړو نیول
د بشري حقونو کمېسیون ویلي، د مې نهمې د تحریک انصاف لخوا د احتجاجونو وروسته، د سیند پخواني ګورنر عمران اسماعیل په ګډون د ګوند له ۲۵ څخه زیات مشران په صوبه کې نیول شوي، په ډېرو غړو په زور ګوند پرېښودل شوی، او ځینې یې د اوږدې مودې لپاره په زندانونو کې اچول شوي وو.
د سیند حکومت دریځ
د سیند حکومت په سمدستي ډول د اېچ ار سي پي د دې راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې، صوبايي چارواکو او پولیسو ویلي ول چې په کراچۍ کې غلاګانې او په کچې سیمه کې د غلو لخوا د خلکو تښتول ورته یو چېلنج پاتې شوی او دوی د دغو جرمونو د مخنیوي لپاره کار کوي.
دا رازصوبايي حکومت وخت په وخت دعوې کړي دي چې لږکي او نور خلک د ټولنې یو شان وګړي دي او د ټولو د حقونو خوندي کولو لپاره کار کوي.