د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فریډم نیټورک رپورټ وايي، په تېرو پنځو کالو کې په سیند کې ۱۰ خبریالان وژل شوي


په پاکستان کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره په بیا بیا احتجاجونه کېږي. (د اسلام اباد د یو احتجاج عکس)
په پاکستان کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره په بیا بیا احتجاجونه کېږي. (د اسلام اباد د یو احتجاج عکس)

د پاکستان په سیند صوبه کې په تېرو پنځو کالو کې پر خبریالانو د تشدد ۱۸۴ پېښې رامنځ ته شوي چې له کبله یې ۱۰ خبریالان وژل شوي دي.

دا خبره په پاکستان کې د رسنیو د ازادۍ لپاره د کارکوونکي سازمان فریډم نیټ ورک په په هغه رپورټ کې شوې ده چې د جون پر شپږمه په کراچۍ پريس کلب کې یوې غونډې ته وړاندې شوی دی.

رپورټ لیکي چې په سیند صوبه کې خبریالانو ته دا مرګ ژوبله له ۲۰۱۷م څخه تر ۲۰۲۳م کاله په بېلا بېلو وختونو کې د تاویخوالي په پېښو کې رسېدلې ده.

د فريډم نيټ ورک مشراقبال خټک مشال راډيو ته وويل، دا رپورټ په سيند صوبه کې د رسينو د ازادۍ او د خبريالانو د خوندېتوب روان حالت څرګندوي.

اقبال خټک زياته کړه، "د سيند حکومت د خبريالانو د خونديتوب لپاره په ۲۰۲۱م کال کې قانون هم جوړ کړی وو خو بيا هم هلته د خبريالانو په وژنو، ځورولو کېدو، نيول کېدواو پر هغوي د درغو په مقدمو جوړولو کې څه کمی نه بلکې زياتوالی راغلی دی."

خبریالان وايي پاکستان کې د بیان پر ازادۍ محدودیتونه لا زیات شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:16 0:00


دا په داسې حال کې ده چې پر خبریالانو د تشدد په لړ کې د مې پر ۲۱مه په ګوټکي سیمه کې خبریال نصرالله ګډاني په ډزو ویشتل شوی وو او نوموړي وروسته د مې پر ۲۴مه د کراچۍ په یو روغتون کې سا ورکړې وه.

تر هغه وروسته د مې پر ۳۰مه د سيند په سکهر کې خبريال حيدر مستوي په ډزو وشتل شوی او نوموړي اوس په کراچۍ کې تر درملنې لاندې دی.

په پاکستان کې د خبریالانو د خوندیتوب اتحاديې (پاکستان جرنلسټ سيفټي کوليشن) د سيند څانګي مشراو خبریال عامر لطیف د جون پر شپږمه جوړې غونډې ته وویل چې په صوبه کې د خبریالانو په نښه کول په خطرناکه توګه زیات شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې "یو پلو هر کال یوازې په سیند صوبه کې لږ تر لږه دوه خبریالان وژل کېږي او بل پلو ریاست د خبریالانو ملاتړ نه کوي."

په کراچۍ کې د خبريالانو د اتحاديې "کراچۍ يونين اف جرنلسټس" مشر نعمت خان بيا وايي چې پاکستان په مجموعي توګه د خبريالانو لپاره خطرناک هيواد دی خو د ده په وینا، په سيند صوبه کي بيا هغه زرور خلک د خبريالانو په وژنه او بريدونو کې تورن دي چې له سياسي ګوندونو او حکومت سره تعلق لري.

ده وویل، "په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې خبريالان د امنیتي ادارو او وسله والو ډلو له خطر سره مخ دي خو په سيند کې خبريالان بيا د سياسي ګوندونو د غړو او قبایلي مشرانو له خوا هم په نښه دي."

نعمت خان زیاته کړه چې د دې کسانو پرضد هیڅ قانوني کارروايی نه کېږي بلکې د خبريالانو وژنې ته د غلو، لوټمارۍ شخصي شخړو پېښي ويل کيږي.

د سیند حکومت لا تر اوسه د فریډم نیټ ورک د دې څېړنیز رپورټ په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې د سيند د اطلاعاتو وزير شير جيل انعام ميمن په سيند اسمبلي کې د وینا پر مهال ويلي وو چې د خبريال نصر الله ګډاني په وژنه او حيدر مستوي په بريد کې ککړ کسان به ډير ژر ونيسي.

نوموړي ويلي وو چې د دوي پیپلز ګوند او د سيند حکومت يي د رسينو پر ازادي باور لري او د ده په وینا، د دې لپاره د خبريالانو اتحاديو ،پريس کلبونو او استازو سره هر ډول مرستې ته تيار دي.

XS
SM
MD
LG