طالبانو د ملګرو ملتونو راپور ته سخت غبرګون ښوولی دی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ـ پخوانی انځور.

د طالبانو حکومت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي پر وروستي راپور سختې نیوکې کړي دي.

طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جون پر ۱۹مه پر اېکس لیکلي دي چې د ملګرو ملتونو یوشمېر غړي، بالخصوص ځانګړی راپور ورکوونکی، هڅه کوي چې د دوحې تر غونډې مخکې د خلکو ذهنونه بلې خوا ته واړوي.

مجاهد لیکلي دي چې هغه استازی د "ناسمو" معلوماتو په وړاندې کولو د طالبانو "لوی پرمختګونه" پټوي.

هغه ټینګار کړی چې له طالبانو سره باید مثبت او رغنده تعامل وشي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربتوب د دوحې درېیمه غونډه د جون مياشتې له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې په قطر کې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون په ۱۸مه د افغانستان بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ د هغه هېواد د ښځو او بشري حقونو په اړه په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته خپل راپور وړاندې کړ.

بېنېټ په افغانستان کې د ښځو وضعیت خراب بللی وو او طالبان یې د ښځو او نجونو د حقونو پر نقضولو تورن کړي ول.

هغه په خپل راپور کې ویلي ول چې له ۲۰۲۱ز کال راهیسې د نجونو پر زده‌ کړو د طالبانو بندیز په افغانستان کې د جبري ودونو، ظلم، جنسي تېري او ځورونې پېښې زیاتې کړې دي.

بېنېټ زیاته کړې وه چې دا حالت به د افغانستان ټولنه ته ناوړه پایلې ولري چې جبرانول به یې سخت وي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم او کار بندیزونه او محدوديتونو لګولې دي.

د طالبانو حکومت وايي چې د نجونو د زدکړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څه کم درې کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.