د خبریال خلیل اپریدي د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر ضلعې په جمرود کې خبریالانو د خلیل اپریدي د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره وکړه چې پکې د سیمې خبریالانو ترڅنګ سیاسي او مدني فعالانو ګډون وکړ. احتجاج کونکو له جمرود پریس کلبه تر باب خیبره لاریون وکړ. دوی خبریالانو ته د خوندیتوب شعارونه ورکول. خبریال خلیل اپریدي د جون پر ۱۸مه د لنډي کوتل په سلطان خېلو مزرینه سیمه کې وسلوالو په نښه کړی وو. د هغه د وژنې ذمه واري لا چا نه ده منلې. د خیبر پولیس وایي د پېښې پلټنې کوي. ویډیویي رپورټ