د افغانستان په پکتیا ولایت کې د غر ښویېدو په پېښه کې د يوې کورنۍ ۷ کسان وژل شوي دي.
په پکتيا کې د طالبانو د حکومت د والي وياند مولوي حميدالله ميوند د جون پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې په څمکنيو کې په شوې دې پېښه کې وژل شوي کسان درې ښځې او څلور ماشومان دي. هغه زیاته کړه چې د کورنۍ له پاتې غړيو سره د بیړنيوو توکيو مرسته شوې ده.
د جون پر ۲۳مه، د شپې ناوخته د څمکنیو د جګ اورګوړه په سیمه کې پر يو کور غر ښويېدلی وو چې دغه مرګ ژوبله یې رامنځته کړه.