ملګري ملتونه: تعلیم د افغانستان داخلي مسله نه ده

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډېکارلو د افغانستان له مدني فعالانو سره وليدل - پخوانی انځور

ملګرو ملتونو ویلي چې د نجونو تعلیم د افغانستان کورنۍ مسله نه ده بلکې هغه هېواد په دې برخه کې نړیوال مسوولیتونه لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډېکارلو د جولای پر دويمه په دوحه کې له افغان مدني فعالانو سره تر ناستې وروسته خبري غونډې ته وويل چې کله د یوې ټولنې "نیمايي برخه" له کار او فعالیته محرومه وي، طبعي ده چې اقتصاد یې وروسته پاتې کېږي او هره برخه به یې نیمګړې وي.

ډېکارلو دا خبرې د افغانستان په اړه د دوحې په درېيمه غونډه کې د طالبانو د پلاوي د مشر ذبیح الله مجاهد د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې پکې نوموړي د نجونو تعلیم د افغانستان داخلي مسله بللې وه.

د ملګرو ملتونو په کوربه توب دوحې درېيمه دوه ورځنۍ غونډه د جون پر ۳۰مه او د جولای پر لومړۍ وشوه چې پکې د طالبانو د پلاوي او د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د ځانګړو استازو ترمينځ خبرې وشوې. افغانې ښځې او د مدني ټولنو فعالان په مرکزي غونډه کې نه ول.

ډېکارلو ويلي چې تر هغې غونډې وروسته د جولای پر دويمه د ملګرو ملتونو په کوربه توب په جوړ شوي مجلس کې د افغانستان په استازیتوب شاوخوا اتو مدني فعالانو د ۱۵ هېوادونو له ځانګړو استازو سره خبرې وکړې.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم او کار بندیزونه او محدوديتونو لګولې دي.

د طالبانو حکومت وايي چې د نجونو د زدکړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څه کم درې کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.