د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني افغان زده کوونکو ته د "علامه اقبال" د تعلیمي بورسونو یا سکالرشېپونه د درېیمې مرحلې د پیلېدو خبر ورکړی دی.
دراني د جولای پر ۱۰مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخوانې ټوېټر) لیکلي چې په راتلونکو پينځو کلونو کې به ۴،۵۰۰ افغان زده کوونکي د پاکستان په بېلا بېلو پوهنتونونو کې د ټولنیزو او طبیعي علومو په مختلفو څانګو کې زده کړې کوي.
Glad to launch the third phase of Allama Iqbal scholarships for Afghan students. In the coming five years, 4500 Afghan students will pursue studies in social and natural sciences in various universities of Pakistan. pic.twitter.com/MOmSntrkaB
— Asif Durrani (@AsifDurrani20) July 10, 2024
نوموړي په دې اړه ډېر تفصیل نه دی ورکړی او دا یې هم نه دي ویلي چې هغه سکالرشېپونه به یوازې نارینه زده کوونکو ته ورکول کېږي او که نه نجونه به هم پکې شاملې وي، ځکه چې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او په پوهنتونونو کې د داخلې تر ټولو مهم شرط له ۱۲م ټولګي فارغېدل وي.
د پاکستان د لوړو زده کړو کمېشن وايي چې افغان زده کوونکي د علامه اقبال سکالرشېپونو له لارې د لېسانس (بیچلرز)، ماسټرۍ او دوکتورا لپاره په پوهنتونونو کې داخلې اخیستای شي.
د لوړو زده کړو کمېشن د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې ویلي ول چې د بورسونو یا سکالرشېپونو په لومړي او دویم پړاو کې تر ۶،۰۰۰ زیاتو افغان زده کوونکو د پاکستان په پوهنتونونو او پوهنځیو (کالجونو) کې داخله اخیستې وه او تعلیم ترلاسه کوي.
دراني دا اعلان پر داسې مهال کړی دی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار ویلي دي چې په نېږدې راتلونکې کې افغانستان ته ځي.
ډار د جولای پر نهمه د سېنېټ د بهرنيو اړيکو د کمېټې غونډې ته په وینا کې کابل ته د خپل سفر نېټه یاده نه کړه خو زیاته یې کړه چې هڅه کوي چې د طالبانو له حکومت سره یې تعلقات ښه شي.
پاکستانيو چارواکو په تېرو دوو کلونو کې په بیا بیا تور پورې کړی دی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون وسلوالې ډلې د افغانستان خاوره کاروي او پر پاکستان حملې کوي.
د طالبانو حکومت تل د اسلام اباد دا تور رد کړی دی او وايي چې هېچا ته د افغانستان د خاورې کارولو اجازه نه ورکوي.
د طالبانو حکومت داراز وايي چې د ټي ټي پي وسلوال فعالیتونه د پاکستان داخلي موضوع ده چې باید یې خپله هواره کړي.