پاکستان کې ګرانۍ خلک پرېشانه کړي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت په وفاقي بودیجه کې د ولس لپاره رعایتونه اعلان کړي، خو خلک وايي چې ګراني ورځ تر بلې زیاتېږي. حکومت د بجټ تاوان یا خسارې پوره کولو لپاره نور پور هم اخیستی دی خو ورسره یې د برېښنا، ګیس او پېټرولو بیې د رعایت ختمېدو له وجې لوړې کړې دي. د پېښور اوسېدونکي وايي چې ګرانۍ یې ژوند نور ستونزمن کړی دی. دوی وايي چې پخوا به د مالي کال پیلېدو پر مهال نوې مالیې لګېدې، خو اوس ژر، ژر نوي ټیکسونه اعلانېږي.