د لاسرسي ځای

تازه خبر

جماعت اسلامي د ګرانۍ او د بجلۍ زیاتو بيلونو پرضد په ټول ملک کې هړتال اعلان کړی


جماعت اسلامي‌ د ۲۰۲۴م کال د جولای په پای کې هم د ګرانۍ او د بجلۍ د زیاتو بلونو پرضد احتجاج کړی وو. (انځور: ارشیف)
جماعت اسلامي‌ د ۲۰۲۴م کال د جولای په پای کې هم د ګرانۍ او د بجلۍ د زیاتو بلونو پرضد احتجاج کړی وو. (انځور: ارشیف)

د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمان د اګست پر ۱۷مه په کراچۍ کې د خبري غونډې پرمهال وويل چې اوسنی ایتلافي حکومت په پنجاب کې د بجلۍ نرخونه کم کړي خو په نورو سيمو کې د کمي اعلان نه کوي.

جماعت اسلامي د ګرانۍ، د بجلۍ زیاتو بلونو او ټيکسونو پرضد د اګست پر ۲۸مه په ټول ملک کې د هړتال اعلان کړی دی.

د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمان د اګست پر ۱۷مه په کراچۍ کې د خبري غونډې پرمهال وويل چې اوسنی ایتلافي حکومت په پنجاب کې د بجلۍ نرخونه کم کړي خو په نورو سيمو کې د کمي اعلان نه کوي. نوموړي وویل، حکومت به د ټول پاکستان لپاره بجلي ارزانوي‌ او یوازې د دوو میاشتو نه بلکې د ټول کال لپاره به یې ارزانوي.

دا له هغه وروسته ده چې د مسلم لیګ رهبر نواز شریف د اګست پر ۱۶مه د پنچاب له وزیراعلی، مریم نواز سره یو ځای خبري غونډې ته ویلي وو چې په پنجاب کې یې د دوو میاشتو په بیلونو کې د هر یونټ پر سر ۱۴ روپۍ رعایت ورکړی دی. خو د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم الرحمان پر دې نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، "نواز شریف له خپلې لور سره یو ځای داسې اعلان د پنجاب لپاره کوي خو د هغه ورور وزیراعظم شهباز شریف یې د ټول پاکستان لپاره ولې نشي کولای؟"

وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه ويلي وو چې په راتلونکو څو ورځو کې به د بجلۍ د بیو کمولو اعلان وکړي. نوموړي د پاکستان د جوړېدو ورځې په مناسبت يوې غونډې ته په وینا کې وويل چې ګرانۍ، بېروزګارۍ او د برېښنا لوړو بېلونو خلک پرېشانه کړي او دی د دې خبرې احساس لري. هغه خلکو ته وويل چې د بجلۍ د قیمتونو په اړه به "ډېر ژر ښه خبر" ورکړي ځکه چې په وینا یې چې د بیو له کمولو پرته پاکستان اقتصادي پرمختګ نه شي کولای. شریف البته د برېښنا د نرخ کمولو مشخصه نېټه و نه ښوده.

د جماعت اسلامي‌ مشر حافظ نعیم الرحمان د اګست پر ۱۷مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته په وینا‌ کې زیاته، "کړچې وفاقي نظام له کراچۍ څخه په راټولو شوو ټيکسونو چليږي، کراچۍ په پاکستان کې تر ٥٠ فيصده زياته ټيکس ورکوي نو بيا ولې دلته ګرانه ده؟"

جماعت اسلامي د ۲۰۲۴ کال د جولاي په وروستۍ اونۍ کې د بجلۍ د زیاتو شوو بلونو، ګرانۍ، او نویو ټېکسونو پرضد په راولپنډۍ ښار کې احتجاجي ناسته کړې وه. یاد ګوند هغه پرلت له هغه وروسته پای ته رسولی وو چې د دوی په وینا، حکومت ورسره په خبرو اترو کې د دوی غوښتنې منلې وې.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطالله تارړ د جولايي پر ۲۸مه د جماعت اسلامي له مشرانو سره تر مذاکراتو وروسته ويلي وو چې حکومت د دې ګوند د نيول شوو ۳۵ غړو د خوشي کولو امر کړی دی. تر خبرو اترو وروسته عطا تارړ خبریالانو ته ویلي وو چې حکومت د جماعت اسلامي لخوا د ورکړل شوي فهرست مطابق نیول شوی ۳۵ کسانو د سمدستي توګه د خوشي کولو حکم کړی دی.

په مذاکراتو کې شامل د جماعت اسلامي مخکښ لیاقت بلوڅ خبریالانو ته وويل چې حکومت به د دوی د غوښتنو لپاره يوه تخنيکي کمېټې جوړوي. خو د یاد ګوند مشر د اګست پر ۱۷مه ویلي چې له حکومت سره شوې تړون ته ٣٦ ورځې پاتې دي خو دوي به خپل احتجاج جاري ساتي چې تړون په بشپړ ډول عملي کړي.

XS
SM
MD
LG