د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې له تېرو څو کلونو راهیسې زیاتې شوې دي، چې په ترڅ کې یې د عادي خلکو ترڅنګ په ځانګړي ډول د هغو سيمو يوشمېر مشران، سیاستوالان او د جرګې خلک وژل شوي دي.
د جولای پر درېيمه په باجوړ کې په يوه بمي برید کې د دوو قبایلي مشرانو په ګډون پینځه کسان ووژل شول. د پولیسو په وینا د هغه برید هدف پخوانی سېنېټر او د ناوګۍ تحصیل قبایلي مشرهدایت الله وو. په برید کې د ماموند تحصیل د نیاګ په نامه کلي ځوان مشر ملک عرفان هم ژوند له لاسه ورکړ.
۲۹ کلن عرفان د څلورو خویندو یوازینې ورور وو. تر دې څو کاله مخکې د هغه وړوکی ورور د سرطان (کينسر) له ناروغۍ مړ شوی وو او پلار یې ۵۰ کلن وو چې د کورونا وبا له امله مړ شو.
د عرفان د ترور زوی او خسرخېل ملک شاولي خان وایي، د عرفان مور لا له هغو غمونو وتلې نه وه چې د عرفان د مرګ خبر پرې وشو."عرفان زما د ورېرې خاوند ووږ تر پېښې وروسته مې ترور دې غمونو په یوه سترګه ړنده کړې ده. په کور کې یې هېڅوک پاتې نه شول. یوازې د عرفان واړه بچي، کونډه او مور یې دي. دومره یې څوک پاتې نه شول چې له بازاره سودا راوړي."
په پېښه کې وژل شوی پخوانی سېنېټر هدایت الله د باجوړ د ناوګۍ تحصیل وو. هغه د قبایلي مشر او سیاستوال حاجي بسم الله زوی او پخپله هم قبایلي مشر او د جرګې سړی وو.
هدایت الله او ملک عرفان په باجوړ کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د څوکۍ لپاره په انتخاباتو کې د خپلې کورنۍ د يو غړي او نوماند نجیب الله د کيمبېن لپاره ډمه ډولې سیمې ته تللي ول، خو د ستنېدو پر مهال په سیرۍ کلي کې بمي چاودنه ورباندې وشوه.
ملک شاولي خان وایي، د عرفان پلار او نیکه د نیاګ په نامه د خپل وړوکي کلي مشران (ملکان) ول او د پلار تر مړینې وروسته ملک عرفان د جرګې سړی وو. هغه به د سیمې د خلکو روغې جوړې کولې او د سیمې د امن لپاره یې کار کاوه.
خان وایي، عرفان او د هغه کورنۍ له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده او کورنۍ یې نه پوهېږي چې عرفان او د هغه نور ملګري چا او ولې په نخښه کړل؟ "معلومه نه ده چې دا کارونه څوک کوي خو دا پېښې په پښتون وطن کې کېږي او خاص په قبایلي علاقو کې کېږي."
دا هم وګورئ:
باجوړ بدامني: ''لکه بیا چې پخوانی حالت تکرارېږي''په باجوړ کې د قامي اسمبلۍ امیدوار ریحان زېب ووژل شو باجوړ کې د پخواني سېنېټر هدایت او ۴ نورو کسانو د وژنې ضد مظاهره شوې دهباجوړ له افغانستان سره اوږده پوله لري. هلته تر دې وړاندې هم ورته بریدونو او هدفي وژنو مرګژوبله اړولې ده.
په باجوړ کې د ناامنۍ لومړۍ څپه وروسته له هغې پیل شوه چې په ۲۰۰۱ز کال کې افغانستان ته امریکایي پوځونه ورغلل. هغه څپه نېږدې یوه لسیزه په زور کې روانه وه چې پکې د باجوړ په ګډون د قبایلی ضلعو تر ۲،۰۰۰ پورې مشران په نّخښه شوي ول.
د سیمې مشران د ناامنۍ ضد خبره کوي ځکه په نښه کېږياخونزاده چټان
د پاکستان پوځ په ۲۰۰۸ز کال کې تر پوځي عملیاتو وروسته سیمه له وسلوالو پاکه اعلان کړه او ګڼې بې ځایه شوې کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې شوې خو له ۲۰۱۸ز کال وروسته هلته د ناامنۍ بله څپه پيل شوه او له ۲۰۲۲ز کال وروسته یې بیا زور ونیو.
په باجوړ کې قبایلي مشر او سیاستوال اخونزاده چټان، چې پخپله دوه ځلې له بمي بریدونه ژوندی وتلی دی وايي، په باجوړ کې پر مشرانو ځکه بریدونه کېږي چې "وسلوال غواړي د سیمې د خلکو غږ ټپ کړي، وېره خپره کړي او ځان خپلو اهدافو ته ورسوي.
نوموړی زياتوي، "له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې دلته لاشونه لوېږي. هر کور کې کونډه ده او یتيمان دي. د سیمې مشران د دې پر ضد خبره کوي نو ځکه هغوی په نخښه کېږي."
چټان د چا نوم وا نه خیست خو وایي دا کارونه هغه خلک کوي چې په جنګ او ناامنۍ کې یې ګټې دي.
د ۲۰۲۳ز کال د جولای پر ۳۰مه د باجوړ په شنډي موړ سیمه کې د جمعيت علمای اسلام (ف) پر یوه غونډه په ځانمرګي برید کې ۶۵ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زيات ژوبل شوي ول. د هغه بريد ذمه واري اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) منلې وه.
د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د "عزم استحکام" په نوم د پوځي عملیاتو اعلان کړی دی او پوځ وایي چې په هېواد کې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دی خو د باجوړ په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د هغو عملیاتو ضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ورسره راغلی.
ولس غوښتنه کوي چې حکومت دې د امنیت د ټینګښت لپاره د پوځي عملياتو پر ځای نورې لارې چارې ولټوي.
د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د روانې ناامنۍ پرضد ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې هم کړې دي.
بل خوا د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.