په سوات کې ۲ مياشتو کې ۳۲ کسان سیند وړي دي

چارواکي وايي په سوات کې دې خلک بې احتياطي نه کوي - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د سوات چارواکي وايي په تېرو دوو میاشتو کې ۳۲ کسان په سیند کې ډوب شوي دي.‌

په بیړنيوو حالاتو کې د ژغورنې کار کوونکې ادارې،‌ ريسکيو ۱۱۲۲ سوات څانګې د جولای پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې په ۳۲ کسانو کې ځايي وګړي او سیلانيان شامل دي.‌ د دې ادارې په خبره، په دغو مړيو شويو کې ښځې او ماشومان هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جولاي پر اتمه د فضا ګټ سیمې يو اتلس کلن ځوان اوبو وړی چې مړې ي تر دې دمه نه دې موندل شوی.

بلخوا د سوات ضلعي انتظاميه وايي چي په سيند کي په لامبلو بنديز دي او په سیمه کې یې د خلکو د ورټولېدو د مخنيوي لپاره دفعه ۱۴۴ لګولې ده. خو په وينا یې چې بیا هم ځايي ځوانان او بهرني سیلانیان د سوات سیند د اوبو غاړې له نيږدې ورځي، یا پکې لامبي چې د بې احتیاطۍ له وجې د حادثو ښکار شي.