په ګوادر کې د بلوڅو فعالانو پرلت دوام لري

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان په ګوادر کې بلوڅ پرلتوال وايي، امنيتي ځواکونو یې پر ضد کاروايۍ‌ کې ګڼ مشران نیولي دي. د دوی په خبره امنيتي ځواکونو پر بې وسلې او سوله ییزو پرلتوالو تشدد کړی دی. خو پوځ تور پورې کوي چې پرلتوالو یې يو سرتيری وژلی او ۱۶ یې ژوبل کړي دي. په دې اړه نور تفصیل په دې راپور کې چې د اې اېف پي او ډیوه راډیو له ویډیوګانو جوړ شوی دی.