د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايمنسټي انټرنيشنل د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د بلوڅ پرلتوالو ضد کاروايي ودروي او بندیان خوشې کړي


په ګوادر کې د بلوڅانو پرلت - انځور له ارشیفه
په ګوادر کې د بلوڅانو پرلت - انځور له ارشیفه

د بشري حقونو نړیوالې ادارې، د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) له پاکستانه د بلوڅ مظاهره چیانو پر ضد د کاروایانو ودرولو غوښتنه کړیده.

سازمان د جولای پر ۳۰ په یو بیان کې وويل چې د پاکستاني ځواکونو لخوا "په بیا بیا د سختو کاروايو، د بلوڅانو د قامي غونډې د دريوو پرلتوالو په وژنه او په ډله ییزو ګرفتاريوو" اندېښنه لري. دې ادارې زیاته کړه چې دا په دغه هیواد کې د مدني او سیاسي حقونو د دوامداره زوال څرګندونه کوي. د بخښنې نړیوال سازمان په بیان کې غوښتنه کړیده چې نیول شوي مظاهره چيان دې بغیر له کوم شرطه سمدلاسه خوشي کړل شي.

د نوبیل سولې جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ هم له بلوڅ پرلتوالو سره پيوستون ښوولی دی. هغې د جولای پر ۳۰مه، پر اېکس پاڼه د ایمنسټي انټرنېشنل د اعلامیې په خپرولو سره ويلي: "زه د سوله ییزو مظاهره چيانو په وړاندې له تشدده ډکې کاروايانې غندم."

د پاکستان حکومت تر اوسه د ايمنسټي انټرنېشنل او ملالې يوسفزۍ د بیانونو په اړه څه نه دي ويلي. د جولای پر ۲۹مه، د د بلوچستان د کورنيوو چارو وزير میر ضیاالله لانګو مشال راډيو سره په خبرو کې دعوه کړې وه چې ۲۵ مظاهره چيان یې نيولي او څوک وژل شوی نه دی. هغه زیاته کړې وه چې حکومت یې د ګوادر په حساسه ښار کې پرلت ته اجازه نه شي‌ورکولی ځکه چې هلته چينايان اوسېږي.

بلخوا پوځ د جولای پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې دعوه کړې وه چې احتجاج کوونکو د ګوادر د امنيت ساتونکو سرتيرو پرضد له تشدده کار اخیستی، یو یې وژلی او ۱۶ یې ژوبل کړي دي. خو پوځ دا نه دي‌ ويلي چې دغو پرلتوالو څنګه او په څه شي سرتيرو ته دغه مبینه مرګژوبله اړولې ده. بلخوا پرلتوال وايي‌چې پوځ په ډزو کې ۳ احتجاجيان وژلي او ۱۴ یې ژوبل کړي دي.

دا پرلت بلوچ يکجهتي کمېټۍ د جولايي پر ۲۸مه په ګوادر کې له ولسي غونډې وروسته پيل کړی او مقصد یې د جبري لادرکيوو مخنيوی او پر خپلو وسایلو واک ترلاسه کول ښودل شوي. د کمېټې مشرې ډاکټر ماه رنګ بلوڅې د جولای پر ۲۹مه، رسنيوو ته په لېږلې ويډيويي بیان کې حکومت د پروپېګنډې په کولو تورن کړی او زیاته کړې یې ده چې امنيتي ځواکونو پر بې وسلې او سوله ییزو پرلتوالو تشدد کړی دی.

نوموړې ویلي: "په تېرو دريوو ورځو کې زموږ نيږدې ۱۰۰۰ کسان نيول شوي. له تېرو څلورو ورځو دلته په ګوادر کې کرفيو لګېدلې ده. امنيتي ځواکونه د خلکو په کورونو چاپې وهي. دا دويم ځل دی چې زموږ پر سوله ییز پرلت له تشدده ډکه کاروايي کېږي. زموږ مشران نيول شوي دي. هر څه چې کېږي د دې ذمه واري د پاکستان پر ریاست او د بلوچستان پر حکومت راځي."

په همدې حال کې د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي د جولای پر ۲۹مه په صوبايي اسمبلۍ کې د وينا په وخت په ګوادر کې د پرلت په اړه ويلي چې حکومت مذاکراتو ته تیار دی خو په ګوادر کې د پرلت اجازه نه ورکوي. نوموړي وويل: "دا د حکومت حق دی چې پرېکړه وکړي چې څوک به په کوم ځای کې پرلت کوي. په هېڅ صورت له خپل دې حقه نه په شا کېږو. موږ مذاکراتو ته تيار يو خو حکومت هېڅ يوې ډلې ته د ښارونو د کنټرولولو واک نه ورکوي. موږ به د ریاست واکداري قایموو."

نوموړي زیاته کړه چې حکومت یې د اپوزیشن غړو ته د دې واک ورکولو ته چمتو ته دی چې ورشي او د بلوڅ یووالي کمېټۍ له مشرتابه سره خبرې اترې وکړي. خو ماهرنګ بلوچ ويلي چې لومړی دې حکومت د دوی نيول کسان خوشې او خلک پریږدي چې د ګوادر پرلت ته ورشي.

XS
SM
MD
LG