محدودیتونو د افغانستان او پاکستان پر سوداګرۍ لوی اغېز کړی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په تېرو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ پولې څو ځلې د سوداګرۍ پر مخ تړل شوې دي او محدویتونه ورباندې زیات شوي دي. د دې له وجې د دواړو خواوو ترمینځ سوداګري خورا اغېزمنه شوې ده. د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي چې په ۲۰۲۳ز کال کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د دوه نیم اربه امریکايي ډالرو تجارت شوی وو چې اوس شاوخوا ۷۰۰ مېلیونه ته ټیټ شوی دی. د خیبر پښتونخوا حکومت وايي دا موضوع د ګډو ګټو شورا په غونډه کې له وفاقي حکومت سره شریکوي. تفصیل په دې رپورټ کې.