د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان سره د افغانستان تجارت کم خو له ایران سره یې زیات شوی دی


د تورخم پر لاره روان ټرک - انځور له ارشیفه
د تورخم پر لاره روان ټرک - انځور له ارشیفه

افغان او ایراني چارواکي وايي د ۲۰۲۴ کال په لومړيوو شپږو مياشتو کې له ایران سره د افغانستان سوداګري زیاته شوې خو له پاکستان سره د پولو د تړل کېدو له وجې کمه شوې ده.

د ایران د جنوبي خراسان ولایت د ګمرکونو عمومي رییس ويلي چې د دغه ولایت د پولې له لارې افغانستان ته ټرانزیټ اته برابره زیات شوی دی. کوهګرد د سيپتمبر پر ۳۰مه، د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ته ويلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د لومړیوو شپږو میاشتو شمېرې ښيي چې تر ۱۵ زره زیات کانټینرونه د ماهیرود له پولې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

خو په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان تجارت کم شوی دی. چارواکي د دې وجه په خیبر پښتونخوا کې د خلکو لخوا د احتجاجونو په وخت د سړکونو بندول او د مرکزي سوداګریزو لارو لکه تورخم، چمن او غلام خان بندېدل ښيي. د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د ګډې خونې (چیمبر اف کامرس) مشر شاهد حسین تېره ورځ مشال راډيو ته وويل چې پر تورخم دوه اړخیز تجارت نژدې ۵۰ سلنه کم شوی دی.

د حسین په وينا د وروستي تاوان لویه وجه د تیرا راجګل کډوالو لخوا هغه احتجاج دی چې له تېرو شاوخوا ۴۰ ورځو راهیسې روان دی. احتجاج کوونکو خپلو سیمو ته د ستنېدو د غوښتنې منل کېدو لپاره د پېښور او تورخم ترمنځ لاره تړلې ده.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونو د خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي چې ښايي ټرانزیټ او راکړه ورکړه تر شپېته سلنې هم ډېره کمه شوې وي: "له بده مرغه له پاکستان سره زموږ تجارت او کاروبار د سیاسي ملحوظاتو په سبب ډېر زیات خراب شوی دی. کله چې زموږ د زراعتي محصولاتو وخت راشي، لارې بندې شي. له بلې خوا پاکستان له ټرانزیټي او ګمرکي نظره زموږ صادراتو ته خپل شرایط ډېر سخت کړي دي. زموږ پر مېوو یې ټیکسونه ډېر کړي دي. زموږ پر ټرانزیټ باندې یې محلي یا صوبايي ټکسونه هم لګولي دي. بله دا چې غلام خان، تورخم او نور بندرونه اکثره وخت بند وي."

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي. دا لار د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

پر دې سربیرهد چمن - سپين بولدک لار د پاکستان او افغانستان ترمنځ دويمه لویه تجارتي هغه ده. په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ او تر هغې مخکې دغه دواړې دروازې وخت په وخت د سوداګریزو مالونو او خلکو د تګ راتګ په وړاندې تړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG