د افغان سوداګرو سلګونه لارۍ لا هم په تورخم کې ولاړې دي

یو افغان ډرایور په تورخم کې د خپلې لارۍ لاندې ملاست دی: انځور اګست ۲، کال ۲۰۲۴

له افغانستانه په تازه مېوو بار سلګونه ګاډي لا هم په تورخم کې ولاړ دي. د اګست درېیمه د یادې دروازې د تړل کېدو درېیمه ورځ ده.

په سیمه کې د مشال رېډيو خبريال وايي، پاکستانیو چارواکو ورته ویلي چې له افغانستانه د راغلو ګاډو ډریوران د موقتي دخولي سند (ټاډ) نه لري نو ځکه یې مخه نیول شوې ده.

په تورخم کې د افغان لاریو قطار لیدل کېږي، دوی د وړاندې تګ انتظار کوي: انځور اګست ۲، کال ۲۰۱۴ز

ټاډ هغه سند دی چې په پاکستان کې یې د طالبانو سفارت او قونسلګرۍ پاکستانيو ګاډو چلوونکو ته او په افغانستان کې د پاکستان سفارت افغان ګاډو چلوونکو ته ورکوي او په هرو شپږو میاشتو کې باید تازه شي. پاکستاني چارواکي وايي، هغه کسان چې پر تورخم دروازې تګ راتګ کوي باید دغه سند له ځانه سره ولري.

پاکستان افغان ډرایورانو ته د جولای ۳۱مې پورې وخت ورکړی وو چې د موقتي دخولي سند دې برابر کړي. د دغه سند لرونکي ډرایوران کولی شي چې بغیر له پاسپورټ او ویزې افغانستان ته د سوداګرۍ ټرکونه یوسي. پاکستان وايي په تورخم پوله یې دا سختي، د امن د ټینګښت لپاره راوستې ده.