په کرک او اورکزیو کې د یو پولیس افسر په ګډون ۳ کسان وژل شوي دي

د کرک نقشه.

چارواکي وایي، د خیبر پښتونخوا په کرک او اورکزیو کې د پولیس افسر په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د کرک ضلع د پولیسو مشر خان خېل رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د اګست پر پینځمه د سرکي په لواغر سیمه کې د وسلوالو سره په نښته کې د تخت نصرتي تاڼېدار(اېس اېچ او) محمد طارق ووژل شو.

هغه وویل چې نښته هغه وخت وشوه چې پولیسو په سیمه کې د نشه یي توکو خرڅوونکیو او د قانون نه سرغړوونکیو پر ضد عملیات کول.

هلته په اورکزیو کې د وسلوالو په ډزو دوه کسان وژل شوي او څلور ژوبل شوي دي.

د سیمې د پولیسو مشر نذیر خان مشال راډیو ته وویل چې پېښه د اګست پر پینځمه په میشتو نومې سیمه کې شوې ده.

هغه وویل چې وژل شوي او ژوبل یې د میشتو روغتون ته وړی چې پکې د دوه ژوبلو حالت د اندېښې وړ دی.

پولیس وایي، د د دواړو پېښو وروسته یې سرتېري سیمې ته استولي او پلټنې یې پیل کړي دي. د پېښو ذمه واري چا نه ده منلی.