د سوات انجنیرۍ پوهنتون ملازمينو د تنخاګانو لپاره احتجاج کړی

د پوهنتون کار کوونکي د مظاهرې په مهال - انځور له ارشیفه

د خیبرپښتونخوا د سوات په کانجو سیمه د انجنیرينګ پوهنتون ملازمینو د تنخاګانو لپاره مظاهره کړې ده.

د اګست پر پنځمه د پوهنتون بهر د مظاهرې ځينو ګډونوالو مشال راډيو ته وویل چې د تېرو څو میاشتو راهیسې یې تنخاګانې بندې دي او د حکومت لخوا د پوهنتون د تړل کېدو اوازې هم دي چې له وجې یې ملازمین د نوکریو ختمېدو په اړه اندېښمن دي.

د مظاهرې یو ګډونوال حضرت علي مشال رېډيو ته وویل چې د پوهنتون شاوخوا ۹۲ ملازمین د تنخاګانو نه ترلاسه کېدو له وجې له مالي مشکلاتو سره مخ دي. "دا د ۹۲ کسانو نه بلکې د ۹۲ کورنیو مسله ده او هغوی د تیارې اړخ ته روان دي. که له دې خلکو نوکرۍ واخیستل شي نو څه به کوي؟ ایا دا خلک به بیا ترهګرۍ طرف ته ځي؟"

د دې پوهنتون د جوړېدو کار هم په نيمايي کې پاتې دی. چارواکي وايي د پوهنتون د بشپړ جوړېدو او تنخاګانو د مسلې په حلولو بوخت دي.

د انجنیرینګ پوهنتون مرستیال پراجیکټ ډایریکټر فهد شهزاد مشال راډيو ته وویل چې د تحریک انصاف حکومت پر مهال د پوهنتون لپاره پنځه اربه روپۍ منظور شوې وې چې پکې پوهنتون ته دوه اربه ورکړل شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې د پوهنتون ۶۰ فیصده کار مکمل شوی دی. د هغه په وينا کله چې نورې پیسې ورکړل شي نو د پوهنتون د بشپړولو او تنخاوو ورکولو کار به ترسره شي.