په جنوبي وزیرستان کې وسله والو ۲ کسان وژلي دي

پاکستاني پوځيان په جنوبي وزیرستان کې واڼا ته پر تللې لارې ګزمه کوي - انځور له ارشیفه

د جنوبي وزیرستان کوزې ضلعې پولیس چارواکي وايي چې د اګست پر پنځمه وسله والو په هدفي برید کې په لنډې ډوګ سیمه کې ۲ کسان وژلي دي.

د اعظم ورسک تاڼې مشر عثمان مسید د اګست پر شپږمه، مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه هغه مهال وشوه چې په لنډې ډوګ سیمه کې د تورو شیشو په یو ګاډي کې ناستو وسله والو په دوو کسانو ډزې وکړې. د نوموړي په وینا په وژل شویو کې يو تن د يو ښوونځي استاد، محمود خان وو.

مسید زیاته کړه چې د پیښې مقدمه یې درج کړې او پلټنې یې پیل کړي دي تر څو معلومه شي چې دغه کسان ولې په نښه کړل شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید ذمه واري نه ده منلې.