پېښور کې ښځو او سړیو د برېښنايي پارچاو ضد مظاهره کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پېښور اوسېدونکي وايي چې ګرمۍ، برېښنايي پارچاو یا لوډشیډنګ او د بجلۍ لوړو بېلونو زښت په تکلیف کړي دي. د اګست پر اوومه د ښار په مسکین اباد کې ښځو او سړیو د اوبو او برېښناي ادارې (واپډا) دفتر مخکې ته د لوډشیډنګ او لوړو بېلونو پرضد احتجاج وکړ. مظاهرچیانو مشال راډیو ته وویل چې بجلي نه وي خو بېلونه ورلېږدول کېږي او چې څوک یې ادا نه کړي نو پولیس یې نیسي. په دې اړه راپور د مظاهرچیانو په نعرو پیلېږي.