د زرمت ولسوالۍ سېلاب ځپلي مرستې غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په تېرو ورځو کې سختو ورښتونو او سېلاب ورته زیانونه اړولي دي او چارواکي او نړیوالې ادارې دې ورسره مرسته وکړي. دوی وايي، بارانونو او سېلابونو یې نه یوازې پټي او باغونه زیانمن کړي بلکې د کورونو وسایل او شیان یې هم تر خړو اوبو او خټو لاندې دي. د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې د تاوانونو ارزونې لپاره یې هلته کاري ډلې استولې دي او له زیانګالو سره اړینې مرستې کوي. ویډيويي رپورټ.