پاکستان کې لږکيوو "د مذهبي اقلیتونو ملي ورځ" په احتجاجونه ولمانځله

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مذهبي لږکيو د اګست پر يوولسمه خپله ملي ورځ په احتجاجونو او غونډو ولمانځله. د دغو احتجاجونو ګډونوالو عیسیایانو، سیکانو او هندوانو وويل چې نه دوی او نه یې عبادتخانې محفوظې دي. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې مسایل دې یې حل او بنیادي بشري حقونه دې ورکړل شي. د پاکستان ولسمشر اصف علي زداري او وزیراعظم شهباز شريف د دې ورځې په مناسبت خپرو کړيو بیانونو کې لږکيوو ته د مرستې ډاډ ورکړی دی. په دې اړه د نیاز علي ويډيو راپور وګورئ.