د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر زندان ته ولېږل شو

علي وزیر د اګست په دویمه د شپې مهال په اسلام اباد کې ونیول شوـ پخوانی انځور.

د اسلام اباد ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير جېل ته لېږلی دی.

د ترهګرۍ ضد عدالت جج ابولحسنات د اګست پر ۱۷مه د علي وزير د مقدمې اورېدنې پرمهال د پولیسو له خوا د نور جسماني ریمانډ غوښتنه رد کړه او امر یې وکړ چې هغه دې جیل ته ولېږل شي.

د علي وزير وکيل عطاالله کنډي رسنيو ته ويلي دي چې د اسلام اباد يو ځايي عدالت د علي وزير د ټرافيکي پېښې په کېس کې ضمانت منظور کړی دی. د ده په وینا، د وسلې او منشاياتو په کېس کې له وړاندې د علي وزير ضمانت منظور شوی دی .

د علي وزير وکيل وايي چې تر نيول کېدو وورسته علي وزير ۱۴ ورځې پوليسو ته په جسماني ريمانډ سپارل شوی وو.

دا تر هغې وروسته ده چې په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت علي وزیر د اګست پر نهمه د نورو پلټو لپاره په پينځه ورځني جسماني ريمان پولیسو ته سپارلی وو. د اسلام اباد پولیسو علي وزیر د اګست پر دریمه ناوخته نیولی وو.

د حکومتي وکیل د ادعا له مخې پر علي وزیر له یو پولیس څخه په زوره د ټوپک اخیستلو او د یو بل پولیس سرتېري د کمیس شلولو تر څنګ د نشيي موادو ګرځولو په تور مقدمې درج دي.


خو علي وزیر دا ټول تورونه رد کړي. بل پلو پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کوي چې حکومت علي وزیر د دې لپاره نیولی دی چې د اکتوبر پر ۱۱مه د دوی اعلان شوې هغه قامي غونډه ناکامه کړي چې دوی د پښتنو عدالت نوم ورکړی دی.

علي وزیر تر دې وړاندې هم څو ځله نیول شوی او خوشی شوی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا په خپره شوې یوه ویډیو کې علي وزیر په اردو ژبه وايي، د هر ډول حالاتو مقابله یې وار له مخې هم کړې ده او بیا به یې هم کوي.

هغه په وروستي ځل د ډېره اسماعیل خان د درابڼ پوليسو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۱۴مه نیولی وو او څو ورځې وروسته یې د نومبر پر ۲۱مه یې په ضمانت له زندانه خوشی کړ.

تر هغې مخکې علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال په ډیسېمبر کې د کراچۍ پولیسو په غوښتنه د نفرت خورولو پر تور په پېښور کې ونیول شو او بیا یې د سیند پولیسو ته وسپارلو. هغه مهال نوموړی تر ۲۶میاشتني زندان وروسته د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه له کراچۍ زندانه خوشې شو.

د ۲۰۱۹ز کال د مې پر ۲۶مه وزیر په شمالي وزیرستان کې د خړکمر پېښې وروسته ونیول شو او شاوخوا پېنځه میاشتې یې په زندانونو کې تېرې کړې. هغه د ۲۰۱۹ز کال د سېپټېمبر پر ۲۰مه د هریپور له زندانه په ضمانت خوشې شو.