د خوست په ترېزیو کې ۱۷ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خوست په ترېزیو کې د ځايي ولسي مشرانو په مینځګړتوب د دوو کورنیو ترمینځ ۱۷ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې ده. سوله کوونکو وویل چې د دښمنۍ پر مهال یې نه یوازې د کورنیو غړو ته مرګژوبله اوښتې، بلکې د ماشومانو د زده کړو په ګډون یې د ژوند نورې چارې هم زښتې اغېزمنې شوې وې. دوی له خلکو وغوښتل چې خپلې لانجې دې په خبرو هوارې کړي. په خوست کې له یوې مودې راهیسې د جرګو له لارې د کلونو پخوانیو دښمنیو ختمولو سلسله روانه ده. ویډیويي رپورټ.