د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی دی

په کابل کې یو شپون په بارانه کې رمه روانه کړې ده ـ د جون پینځمې انځور.

د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په اووه ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې ده.

ریاست د اګست پر ۲۲مه، په بیان کې وویل چې د اګست پر ۲۳مه په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست کې د سختو بارانونو او له کبله یې په ځینو ځایونو کې د سېلابونو امکان دی.

بیان وايي چې په مختلفو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۳۰ ملي میټره پورې د ورښت امکان دی. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي او په ځینو سیمو کې لارې هم بندې شوې دي.