خوستي ورزشکاران د لوبو اسانتیاوې غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په خوست کې ورزشکاران او همدارنګه د سپورټي کلپونو او فدراسیونونو استازي وايي، دوی ته دې په هېواد کې د اساسي لوبغالو او په بهر کې د سپورټي سیالیو اسانتیاوې برابرې شي. دوی له خلکو هم غواړي چې په شته امکاناتو کې دې د خپلې ښې روغتیا لپاره لاس په کار شي. په دې وروستیو کلونو کې په خوست ولایت کې د لوبو مینه وال په بې ساري ډول زیات شوي دي. نور حال د مشال راډیو په دې راپور کې: