پي ټي اېم وایي پولیسو یې د مرکزي کمیټۍ غړی مولانا زینت الله افغان نیولی دی

د جنوبي وزیرستان پولیس وایي، افغان یې په نهه مقدمو کې د ښکیلتیا پر سر نیولی دی ـ پخوانی انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، د جنوبي‌ وزیرستان پولیسو یې د مرکزي کمېټۍ غړی مولانا زینت الله افغان نیولي دي.

د کوز جنوبي وزیرستان د پولیسو ډي اېس پي امین وزیر د اګست پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې زینت الله افغان یې د اګست پر ۲۲مه د "درې اېم پي او" او نهه نورو مقدمو کې د ښکیلېدو پر سر نیولی دی او د جنوبي وزیرستان عدالت ته د وړاندې کولو لپاره یې ټانک ضلعې زندان ته لېږدولی دی.

خو د جنوبي وزیرستان په سره روغه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر شېزاره مسید مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د زینت الله افغان ترڅنګ د جنوبي وزیرستان لپاره د غورځنګ کوارډینېټر شهزاد وزیر هم د روانې میاشتې په پیل کې نیولی دی. مسید دا نیونې د پاکستان د ایین او قانون خلاف عمل وباله.

مسید زیاته کړه: "د واڼه پولیسو درې ورځې مخکې مولانا زینت الله افغان نیولی. هغه اوس د ټانک په زندان کې دی. پولیسو د جنوبي وزیرستان کوارډینېټر شهزاد وزیر هم نیولی دی. پر دوی یې مختلفې مقدمې جوړې کړې دي، خو موږ یې غیر اییني، غیر قانوني، او دروغجنې بولو."

د زینت الله افغان وکیل عبدالرحمان وزیر مشال راډیو ه ویلي، پر موکل یې له ملک سره د غدارۍ مقدمه هم جوړه ده، خو ده زیاته کړې چې ژر به د جنوبي وزیرستان په عدالت کې د افغان د ضمانت درخواست جمع کړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، حکومت د دوی د مخکښانو د نیونو له لارې د پښتون قامي عدالت په نامه جرګې ناکامولو هڅه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جولای په میاشت کې د غورځنګ د مخکښه فعال ګیله من وزیر د جنازې په مراسمو کې اعلان وکړ چې د پښتنو د وضعیت په اړه "پښتون قامي عدالت" په نامه جرګه غواړي.

پښتین د دې جرګې په اړه د اکتوبر ۱۱مه نېټه ټاکلې او ویلي یې دي چې دا به "تاریخي جرګه" وي. هغه په دې لړ کې د عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري غورځنګ، جمعیت علمای اسلام (ف) ګوندونو له مخکښانو سره کتلي دي. منظور پښتین څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د دې "قومي جرګې" د جوړولو لپاره بنسټیز کارونه بشپړ شوي دي.