د خیبر پښتونخوا د چترال پوليسو د معلوماتو له مخې، په یاده سیمه کې له ۲۰۱۳ز څخه تر ۲۰۲۲ز پورې د ځان وژنې ۱۰۲ پېښې رامنځ ته شوې وې چې ۶۴ پکې ښځې وې.
په یاده سیمه کې د ځان وژنو لړۍ ډېره موده وړاندې پیل شوې او اوس هم روانه ده او په کې زیاتره خلک ځانونه سیند ته غورځوي او ځان وژني. د پولیسو معلومات ښيي چې په دې کې زیاتره ښځې او زده کوونکي دي.
اوس پوښتنه دا ده چې په چترال غوندې ښکلې سیمه کې ښځې او زده کوونکي دا ځان وژنې ولې کوي او د دې وجوهات څه دي؟
په دې سیمه کې پر ځان وژنو نظر لرونکې نویده منصور وايي، تر اوسه چې چا ځان وژلی دی، په هغوی کې ۸۲ فیصده ښځې دي او په ښځو کې بیا ۵۵ فیصده داسې نجونه ځان وژنه کوي چې عمرونه یې له ۱۵ څخه تر ۳۰ کلونو پورې وي.
نوموړي د دې ځان وژنو د لاملونو په اړه وویل چې په چترال کې خلک له ذهني ناروغیو سره مخامخ دي او د دې ناروغۍ د علاج په اړه په خلکو کې پوهه نه شته.
نوموړې وايي چې دا لړۍ له کلونو راهیسې روانه ده او د هغې په وینا، یوازې له ۲۰۱۰ز څخه تر ۲۰۱۷ز کاله پورې په چترال غوندې وړه سیمه کې ۱۵۰ ښځو د بېلا بېلو وجوهاتو له کبله ځانونه وژلي دي.
دا هم وګورئ:
چترال کې ولې د مېرمنو ځانوژنه زیاته شوې؟'چترالۍ نجونه د واده په نامه خرڅېږي'بل خوا د چترال ريشون ويلېج کونسل مرستیال مشر وزير محمد وايي چې په چترال کې خلک د ناپوهۍ له کبله ځان وژنې کوي. دی وايي، "چې کله دوی ته د خپلې خوښې شیان ترلاسه نه شي نو دوی ځان وژني."
په چترال کې پر ځان وژنو نظر لرونکی خبریال فیاض احمد وايي، دوی چې کومې پېښې رپورټ کړې دي د هغه په اړه له ترلاسه شویو معلوماتو ښکاري چې هلته د ځان وژنو بېلا بېلا لاملونه دي.
ده وویل، " ذهني ناروغۍ، د اسانتیاوو نه شتوالی، د بچیو او مور پلار ترمينځ فاصله، په زور او د ناخوښۍ ودونه او په امتحانونو کې ناکامۍ او داسې نور څه د دې سبب کېږي چې خلک ځان وژني."
د بره چترال پوليس وايي چې په ۲۰۲۳م کې ۱۱ کسانو ځان وژنه کړې وه او سږکال تر اوسه په هغه سیمه کې څلورو کسانو ځانونه وژلي دي.
د چترال يوې نجلۍ د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې یو پلو د میندو او پلرونو له خوا پر اولادونو فشار وي چې په امتحانونو کې به ښه نمبر اخلي او په ښو ادارو کې به نوکرۍ ترلاسه کوي او بل پلو په مینه کې ناکامۍ هم د دې لامل ګرځي چې هغوی بیا ځان وژني.
یو ارواپوهه عرشي ارباب وايي، چترال يوه داسې غرنۍ سيمه ده چي اکسيجن پکې کم وي د کوم له کبله چې د خلکو د فکر کولو وړتیا متاثره کېږي او خلک د ژور خفګان پر لور ځي.
د عرشي ارباب په وینا، یوه بله لویه وجه په چترال کې په کورنیو کې دننه د تاوتریخوالي موجودګي هم ده چې له کبله یې ښځې پر ځان وژنو مجبوره کېږي.
په چترال کې د ځان وژنو د کموالي او مخنیوي لپاره یوه ځانګړې اداره هم جوړه کړل شوې ده چې ارواپوهان، قانون پوها او ښځینه پولیس افسرانې هم پکې موجودې وي.
د دې مرکز چارواکي وايي چې خلک کولای شي چې هلته ورشي او یا هم پر ټېلېفون خپلې مسلې ورسره شریکې کړي او مشورې ترلاسه کړي.