امیر خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د ګډون لپاره کېمرون ته تللی

AFGHANISTAN-POLITICS

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير يې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د اګست پر ۲۷مه کېمرون ته روان شوی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د اګست پر ۲۷مه په يو غږيږ بيان کې ویلي چې امير خان متقي به د کېمرون په سرښار ياوندې کې د اګست پر ۲۹مه او ۳۰مه کېدونکې هغه غونډه کې ګډون کوي.

نوموړي زياته کړې چې متقي به د کوربه هېواد او د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره دوه اړخیزې غونډې هم کوي.

دا هم وګورئ: د طالبانو د واکمنۍ دوه کلونه: ملګري ملتونه وايي دا فکر غلط وو چې طالبان بدل شوي دي

د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو د وزيرانو شورا غونډه دا ځل "د ټرانسپورټ او مخابراتي زیربناوو پراختیا" ته ځانګړې شوې ده چې د سازمان په وينا دا به "د بې وزلۍ او ناامنۍ پر وړاندې مبارزه کې د کلیدي وسیلې" په توګه کارول کېږي.

متقي دا سفر داسې مهال ترسره کوي چې د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو له یوشمېر تګلارو سره ټينګ مخالفت لري چې يوه يې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو بندول دي.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې له شاوخوا ۴۰ هېوادونو سره یې تعامل جوړ کړی دی، خو تر اوسه هېڅ یوه هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه‌ دی پېژندلی.