په بر دیر کې د کمر نړېدو د یوې کورنۍ ۱۲ کسان وژلي دي

د بر دیر نقشه.

د خیبر پښتونخوا بر دیر په پاتراک سیمه کې د غره ښوئېدو له امله د یوې کورنۍ ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) د اګست په ۳۰مه پر خپله ووبپاڼه خبر ورکړی چې پېښه د اګست ۲۹مې او ۳۰مې نېټې په مینځنۍ شپه د زیاتو بارانونو له امله شوې ده.

د ادارې له مخې له نږدې غره څخه یو کمر وښوئېد او د غره په لمن کې پر یو کور ورپرېوت چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ترې ۱۲ کسان لاندې شول. د ادارې په وینا، د ځایي خلکو په مرسته یې مړي ایستلي او روغتون ته یې لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۲۵مه د پاکستان د طبیعي ناورینونو د نظم ادارې (اېن ډي اېم اې) د اګست له ۲۶مې تر ۲۹مې پورې په ټول هېواد کې د بارانونو او په غرنیو سیمو کې د ځمکې د ښوئېدو او په ښارونو کې د سېلابونو په اړه خبرداری ورکړی وو.

ادارې دا هم ویلي ول چې بارانونو او ددې سره په اړوند پېښو کې د جولای له لومړۍ د اګست تر ۱۷مې په ټول هېواد کې ۱۹۵ کسان وژل شوي او ۳۶۲ ژوبل شوي دي.

تر ټولو زیات ۷۴ کسان په پنجاب او ورپسې ۶۵ کسان په خيبر پښتونخوا کې وژل شوي دي. د دې ترڅنګ بارانونو او سيلابونو په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۲۹۳ کورونه په بشپړه يا په جزوي توګه وران کړي دي. د اېن ډي اېم اې په وينا، د اګست ۱۷مې او ۱۸مې په مینځ کې هم د بارانونو له کبله په پاکستان کې ۷ کسان وژل شوي ول.