په پاکستان کې په مېرمنو کې د وینې کمي څه وجوهات دي؟

د ارشیف انځور کې یوه ۱۳کلنه پاکستانۍ نجلۍ ښکاري.

په پاکستان کې له ۴۱ فیصده نه زیاتې مېرمنې د وینو د کمښت سره مخامخې دي. دا ادعا د نیوټریشن انټرنېشنل ادارې په خپل یو راپور کې کړې ده.

نیوټریشن انټرنېشنل یوه کینیډایي غیردولتي اداره ده چې له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې د صحي خوړو، خوارځواکۍ، د ویټامینونو او مینرالونو د کمبوت او دې سره تړلو نورو څانګو کې څېړنې او څارنې کوي.

یادې ادارې په خپل راپور کې دا هم ویلې دي چې په پاکستان کې هرکال په اوسط ډول ۲۰۰۰ مېرمنې د سینې او رحم د کینسر له وجې مړې کېږي. همدا رنګه هر کال په دغه هیواد کې ۱۴ لکه ماشومان د زېږېدو پر مهال د کم وزن ښکار وي.

دا هم وګورئ: د خوړو نړیواله ورځ: ۱۶ سلنه پاکستانیان اړین خواړه نه لري

د پاکستان د روغتیا وزارت د مري په بوربن کې د اګست په ۲۸مه د یوې غونډې پر مهال دا معلومات شریک کړل. په غونډه کې وویل شول چې په پاکستان کې هرکال د لکونو په شمېر کې په مېرمنو کې د وینې د کمبوت پېښې مخې ته راځي او په ځانګړې ډول په امیدوارو مېرمنو کې د وینې کمبوت زیات لیدل کېږي.

د پېښور په اېم اېم سي جنرل روغتون کې د ښځو د ناروغیو ډاکټره لیلا شینوارې وايي، د وینې د کمبوت بیلابېل وجوهات کېدای شي لکه د مناسب خوراک نیشتوالی، په میاشتنۍ ناروغۍ کې د زیاتې وینې تلل او په ګېډه کې د چینجو موجودګي او داسې نور.

دا هم وګورئ: بلوچستان: ۷۳٪ نجونه او ۶۱ واده ښځې د وینې کمی لري

نوموړې وايي کومې مېرمنې چې د وینې د کمبوت سره مخامخې وي هغوی له پکار دي چې په خپل خوراک کې د سبزیانو سره غوښه هم استعمال کړي. همدا رنګه مېوې دي هم خوري، لوبیا، اینه یا کلیجي هم د وینې کمی پوره کوي.

د پېښور په امان جنرل روغتون کې کارکوونکی ډاکټر محمد شهزاد وايي، د نارینه وو پرتله مېرمنې ځکه د کم خونۍ سره زیاتې مخامخې وي چې ښځې ماشومان زېږوي، کم خواړه ور رسېږي او کوم خواړه چې ور رسېږي هغه معیاري نه وي.

دا هم وګورئ: د تیلیسیمیا ناروغي څنګه زېږي

په پاکستان کې د پاپولېشن کونسل په نامه یوه اداره چې د مور او ماشوم د روغتیا په اړه کار کوي، د ۲۰۲۲م کال په راپور کې یې ویلي وو چې په پاکستان کې ۴۵ سلنه مېرمنې د خوراک د کمې سره لاس او ګرېوان دي.

د پېښور په خیبر ټیچنګ روغتون کې کارکوونکې ډاکټره حبیبه نور وايي، د کومو مېرمنو چې رنګ زېړ وي یا زیاته ستړتیا محسوسوي هغوی له خامخا ډاکټر ته تلل او خپل چیک اپ کول پکار دي څو علت یې معلوم شي. د نوموړې په وینا دا د وینې د کمې علامې دي.

نیوټریشن انټرنېشنل په خپل راپور کې ویلي، په ښځو کې د وینې د کمي په حواله پاکستان په جنوبي ایشیا کې په څلورم او په نړۍ کې په ۲۰۱ هیوادونو کې په ۳۵م نمبر دی.