اسراییلو کې لسګونه زره کسانو احتجاج کړی دی

د سېپتېمبر پر لومړۍ نېټه د تل ابیب مرکزي برخې ته مظاهرین ورټول شوي ول.

په اسراییلو کې لسګونه زره کسانو د حماس سره د اوربند او د خپلو یرغمل شویو خپلوانو د خوشې کېدو لپاره احتجاج کړی دی.

د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه، په تل ابیب کې ویرجنو او قهرېدلو خلکو له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو څخه غوښتنه وکړه چې په سمدستي توګه له حماس سره د اوربند تړون وکړي او پاتې نور یرغملیان کورونو ته ستانه کړي.

دا احتجاج له هغه وروسته شوی چې په غزه کې د شپږو نورو یرغمل شویو کسانو مړي وموندل شول. هغه کسان د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا ترهګرې ګرځول شوې ډلې حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د برید پر مهال یرغمل کړي ول.

دا د حماس او اسراییل ترمینځ د روانې جګړې له پیل راهیسې تر ټولو پراخ احتجاج بلل شوی دی. په موندل شویو مړو یرغملیانو کې د یوه اسراییلي امریکايي په ګډون درې هغه کسان دي چې د راپورونو له مخې، په جولای کې د وړاندیز شوي اوربند په لومړي پړاو کې به خوشي کېدل.

دا هم وګورئ: اسراییل: له حماس سره د برمته ۶ کسانو جسدونه مو ترلاسه کړي دي

په غزه کې د جګړې د ودرېدو لپاره امریکا، مصر، قطر، اردن او ترکېې د اوربند هڅې کړې دي، خو تر اوسه ناکامې شوې دي. حماس غوښتنه کوي چې د غزې محاصره دې ختمه شي، فلسطیني بندیان دې خوشې شي او د فلسطینیانو حقونه دې خوندي شي. په مقابل کې، نتنیاهو ټینګار کوي چې عملیات به تر هغې روان وي، ترڅو چې حماس ته د پام وړ زیان نه وي رسول شوی او ټول یرغمل شوي کسان خوشې شوي نه وي. د دې اختلافاتو له وجې اوربند لا هم نه دی شوی، او جګړه دوام لري.

حماس ډلې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.