د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو د انټرنېټ نه بحالۍ په صورت کې د احتجاج دړکه ورکړې

د انټرنېټ د نشتوالي په اړه د قبايلي سيمو اوسېدونکو په وار وار احتجاجونه کړي دي. پخوانی انځور

د بر او کوز جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي، که حکومت یې په سیمو کې انټرنېټ بحال نه کړ نو په احتجاج به لاس پورې کړي.

دوی د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې د انټرنېټ تړل کېدو د عام ولس تر څنګ په ځانګړې توګه سوداګرو ته ډېر مشکلات جوړ کړي دي.

د بر جنوبي وزیرستان د بدر سیمې یو قبایلي مشر ملک عصمت الله مشال راډیو ته وویل، کلونه وشو چې د سیمې خلک یې له انټرنېټه بې برخې دي.

"په بر جنږبي وزیرستان کې له ۱۳ کالو انټرنیټ بند دی. دلته کاروبار او تجارت کوونکو او زده کوونکو ته ډېر مشکلات دي، موږ له حکومته غوښتنه کوو چې دا انټرنېټ دې زر تر زره را بحال کړي."

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د انټرنېټ رفتار کمېدو پاکستان کې انلاین کاروبارونه اغېزمن کړي

د کوز جنوبي وزیرستان د اعظم ورسک اوسېدونکي عظیم وزیر مشال راډیو ته وویل چې په ځینو سیمو کې تري جي او فور جي انټرنېټ شته خو هغه تش په نامه دي او کار نه کوي.

له یادو سیمو د قومي اسمبلۍ غړي زبېر وزیر مشال راډیو ته پخلی وکړ چې د انټرنېټ تړل کېدو رښتیا هم خلکو ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.

ده وویل چې له اړوند چارواکو سره یې خبرې روانې دي او هیله لري چې دا مسله به زر هواره شي.

د جنوبي وزیرستان په ګډون په قبايلي سيمو کې د انټرنېټ نشتوالی یا ورو رفتار هم يوه لویه ستونزه ده. د دې پرضد په مختلفو سيمو کې مظاهرې او احتجاجونه شوي دي.

پخوا حکومت دريځ لاره چې د امنیتي ستونزه له کبله انټرنېټ تړل شوی دی او په ځينو سيمو کې بیا د موبایل نېټورک ورکوونکو ستنو د نشتوالي له وجې انټرنېټ نه وو، خو وروسته په ځينو سيمو کې بحال شو خو اوس هم په ځينو سيمو کې دا ستونزه شته.

د روان ۲۰۲۴ز کال اپريل پر ۲۳مه، د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) په يو راپور کې ويلي وو چې د پاکستان نیمايي ابادي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري. هغې ادارې په تازه رپورټ کې ویلي دي چې د پاکستان د څه باندې ۸۰ فیصده ښځو موبایل یا ګرځنده ټېلېفونونه د سړیو په کنټرول کې دي. په دې راپور کې زیاته شوې چې په کومو ځایونو کې انټرنيټ شته، هلته د روزګار او د اقتصادۍ بهترۍ موقعې ډېرې وي.