کورمه کې تر احتجاج وروسته حکومت پر لانجمنه ځمکه کار درولی دی

د کورمې اوسېدونکو د سيمې د سولې لپاره مظاهرې کړې او پرلتونه يې وهلي دي. پخوانی انځور

د کورمې د وتې زيو خلکو پر لانجمنه ځمکه د تعمیراتي کار پر ضد مظاهره کړې ده چې له دې وروسته حکومت تعمیراتي کارونه درولي دي.

د وتې زيو خلک تور پورې کوي چې د علیزو خلکو د اېف سي کلا مخې ته د دوی شاوخوا ۲۰ مرلې ځمکه حکومت ته سپارلې چې حکومت ورباندې د اګست پر ۲۸مه د یو دفتر او دوه دوکانونو جوړولو کار پیل کړی دی.

مظاهرچیانو د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه د احتجاج په توګه د ټل پاړه چنار مرکزي سړک تړلی وو او له حکومته یې غوښتنه کوله چې په علېزو کې روان تعمیراتي کار دې ودرول شي.

دا هم وګورئ: کورمه کې جرګې د ځمکې ۲۲ کلنه پخوانۍ لانجه هواره کړې

بلخوا د علېزيو خلک پر دې ځمکه د وتې زيو ملکیت نه مني او وايي چې که له وتې زيو سره د ځمکي د ملکیت په اړه ثبوت وي نو دې وړاندې کړي.

بل لور ته تر پرونۍ مظاهرې وروسته حکومت تعمیراتي کار درولی او د دې لانجې هوارولو لپاره د حکومت په مشرۍ کې یوه جرګه هم شوې ده. په جرګه کې د وتې زیو مشرانو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړل شوی دی چې پر ځمکه دې خپل ملکیت ثابت کړي.

د تېرې څه مودې راهیسي په کورمه کې فرقه اییزې نښتې او د ځمکو پر سر لانجې زیاتې شوې دي چې پکې ګڼو خلکو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.

په سیمه کې په جولای کې هم د ځمکو پر سر روانه لانجه په فرقه ايیز تشدد واوړیده چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۴۵ کسان ووژل شو او ګڼ شمیر ژوبل شول.

بلخوا د کورمې څخه د قامي اسمبلۍ غړي انجنیر حمید حسين د اګست پر ۲۹مه مشال رېډیو ته ویلي ول چې د سیمي د مشرانو د یوې جرګې په مشرۍ د لانجو د هواري او امنیت ټینګولو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.

کورمه یوه داسې حساسه قبایلي سیمه ده چې پکې سنیان او شیعه ګان ګډ اوسي. خو هلته وخت پر وخت د مختلفو لانجو له وجې د دواړو خواوو ترمینځ خونړۍ جګړې شوې چې پکې ګڼو ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.