سوات کې ځوان استادانو د حقونو لپاره د احتجاج خبرداری ورکړی

ځوان ډاکټران په سوات پریس کلب کې خبري غونډې ته وینا کوي ـ د سېپتېمبر لومړۍ انځور.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ځوان استادانو ټولنې د ښوونکو د مستقلولو، د پېنشن حقونو د ساتلو او په دندو کې د ترقۍ (پروموشن) غوښتنې کړې دي.

د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه په سوات پرېس کلب کې د ټولنې مشرانو د خبري غونډې پر مهال وویل چې که غوښتنې یې و نه منل شوې نو د اکتوبر پر درېیمه به په راولپڼډۍ کې د اډیاله زندان مخې ته احتجاج پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان دا مهال په اډیاله زندان کې قید دی او په خيبر پښتونخوا کې د نوموړي ګوند واکمن دی. له دې مخکې د ۲۰۲۲ز کال په جون کې ځوان استادانو د خپلو غوښتنو د منلو لپاره د اسلام اباد په بني ګاله کې د عمران خان د کور مخې ته احتجاجي پرلت وهلی وو چې وروسته د خیبر پښتونخوا د حکومتي غړو تر ډاډ وروسته ختم شوی وو.

د اتحادیې مشرانو خبري غونډې ته وویل چې د دوی د ووټونو له وجې په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت جوړ شوی دی نو ځکه غواړي چې خپلې غوښتنې عمران خان ته ورسوي.

دوی زیاتوي چې څو ځلې يې د خپلو حقونو لپاره احتجاجونه کړي دي، خو حکومت یې غوښتنې نه دې منلې. دوی ټینګار وکړ چې د استادانو د حقونو په رسمیت پېژندلو او مستقل ګمارنو ته اړتیا ده ځکه چې اوس مهال شاوخوا ۳۰ فیصده استادان په عارضي توګه (اډهاک) ګمارل شوي دي.

دا هم وګورئ:

سوات کې د ملاکنډ ډوېژن ښوونکو د خپلو غوښتنو لپاره مظاهره کړېد خيبر پښتونخوا زرګونه ښوونکي وايي تر اوسه يې نوکرۍ نه دې مستقل کړل شويد خيبر پښتونخوا استادانو ټولنې د دندو د دایمي کولو مسودې منظوري ستایلېخيبر پښتونخوا: تر ۵۰ زره زيات ښوونکي د نوکريو مستقل کولو لپاره احتجاج کوي

ټولنه وایي، هغه استادان چې په عارضي توګه ګمارل شوي دي، هغوی ته د دايمي استادانو (ښوونکو) په څېر حکومتي مراعات نه ورکول کېږي نو ځکه د مستقل کېدو غوښتنه لري. دا راز هغه استادان د پېنشن حق نه لري.

پېنشن هغه پیسې دي چې یو کارکوونکی یې د تقاعد (ریټایر کېدو) وروسته ترلاسه کوي، چې د هغه اوږدمهاله خدمت لپاره د یو ډول مالي ملاتړ په توګه ورکول کېږي. استادان غوښتنه کوي چې د تقاعد وروسته دې حکومت ټولو استادانو ته د مالي ملاتړ حق ورکړي.
دا ډول استادان غواړي چې په خپلو دندو کې د ترقۍ (پروموشن) موقعې ولري. دوی غواړي چې حکومت ورته داسې پالیسۍ او شرایط برابر کړي چې د وخت په تېرېدو او د خپل کار په اساس لوړ مقام ته پورته شي، لکه د ښوونکي څخه مشر ښوونکي جوړ شي.

استادان وایي چې اوسني شرایط محدود دي او د دوی د پرمختګ یا د معاش لوړولو لپاره مناسب امکانات ورته نه شته. هغوی غوښتنه کوي چې حکومت دې په خپلو دندو کې د پرمختګ لپاره واضحه او منصفانه لارې چارې وضع کړي.
د سوات نه د صوبايي اسمبلۍ غړي اختر خان مشال راډیو ته وویل چې د استادانو د غوښتنو حلولو هڅه کوي او د دوی اصلي غوښتنې به ومنل شي.

دا ستونزه په ۲۰۲۲ زکال کې هغه وخت راپورته شوه چې حکومت د ېینشن د ختمولو او استادانو د عارضي ګمارنو پرېکړه وکړه. استادان وایي چې د دې پرېکړې له امله د دوی دندې او مالي ثبات په خطر کې دي.

د اتحادیې غړي وایي چې حکومت د دوی غوښتنې جدي نه دي نیولې، او له همدې امله دوی د پراخو احتجاجونو لپاره تیاری نیسي.