د راجګل کډوالو له ۱۵ ورځو راهیسې تورخم ته تلونکې لاره تړلې ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د تیرا د راجګل کډوالو له ۱۵ ورځو راهیسې په جمرود کې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی او تورخم ته تلونکې لاره یې تړلې ده. د دې له وجې افغانستان ته مال لېږدوونکې لسګونه لارۍ بندې پاتې دي. ډرېوران وايي چې حکومت دې له کډوالو سره خبرې وکړي چې لاره خلاصه شي. احتجاجیان وايي له ۲۰۱۳ز کال راهیسې د کډوالۍ ژوند تېروي او تر هغو چې حکومت یې خپلو سیمو ته د ستنېدو اجازه نه وي ورکړې، پرلت ته دوام ورکوي. چارواکو لا د احتجاجیانو غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ویلي ول چې د تیرا په ځینو سیمو کې امنیتي وضع خرابه ده نو ځکه کډوال لا نه شي ستنولای. ویډيويي رپورټ.