مومندو کې د ملېشه ځواک پر مرکز بريد کې ۲ وسلوال وژل شوي

د خيبر پښتونخوا په مومندو کې امنيتي سرتېري پر خپله پوسته پهره کوي ـ انځور له ارشيفه

پاکستاني چارواکي وايي چې نن سهار وختي (د سېپټېمبر پر شپږمه) د خيبر پښتونخوا د مومندو په غلنۍ کې د ملېشه ځواک پر مرکز د برید پر مهال دوه وسلوال وژل شوي دي.

امنیتي او انتظامي چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې لږ تر لږه درو وسلوالو د مرکز د ودانۍ د شا له خوا حمله وکړه چې له وجې یې نښته پیل شوه.

دوی وايي، د ډزو د تبادلې پر مهال دوو مشکوکو ځانمرګو بریدګرو خپل واسکټونه وچوول چې پکې د ملېشې ځواک مرکز وداني جزوي زیانمنه شوه.

چارواکي وايي چې په پېښه کې سرتېرو ته مرګژوبله نه ده اوښتې. دوی وايي، نښته اوس درېدلې ده او سرتېرو په سیمه کې د بل وسلوال لټون پیل کړی دی.

تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې د هغه بريد ذمه واري منلې ده.

په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې وسلوال بريدونه زيات شوي دي. په سیمه کې د ناامنۍ خلاف څو وارې احتجاجونه هم شوي دي.

بلخوا حکومت او پوځ وايي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو خلاف بې توپیره کاروایانې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول "۴،۰۲۱ عملیات" کړي دي چې پر مهال یې ۹۰ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.