خوست: د تڼيو ولسوالي خلک د ژوند د بنيادي اسانتياوو له نه شتوالي شکايت کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خوست د ټنیو ولسوالي د حصارک د لیرې پرتې سیمې اوسېدونکي د سړکونو له خرابولي، روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي او د کرکیلې لپاره د اوبو له کمښته شکایت کوي. که څه هم په تڼیو کې په تېرو دوه لسیزو کې د بیارغونې د پام وړ کارونه شوي، خو دا پراخه ولسوالي د حصارک په شان ډېرې داسې سیمې هم لري، چې خلک يې په هره برخه کې ستونزې لري. تڼي د خوست یوه غرییزه ولسوالي ده چې په اوږدو کې له شمالي وزیرستان، په ځانګړې ډول میرامشا سره په څنګ کې پرته ده. ويډيو رپورټ